Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې د کلدارو کارولو په تور ۱۸ کسان نیول شوي

جلال‌اباد (پژواک، ۲۵ مرغومی ۱۴۰۴): د ننګرهار امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې یې د پاکستانۍ کلدارو کارولو په تور ۱۸ کسان نیولي دي.

د اسلامي امارت د نافذه قوانینو له مخې د بهرنۍ کرنسیو، په ځانګړي ډول د کلدارو راکړه ورکړه په مطلق ډول بنده ده او هیچا یا سوداګر ته اجازه نه ورکول کېږي چې په خپلو معاملو کې یې وکاروي.

د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې ۱۸ کسان له یادو اصولو د سرغړونې په تور نیولي چې په بازار کې یې د افغانیو پر ځای پاکستانۍ کلدارې کارولې.

سرچینه زیاتوي چې نیول شوي کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

خبرپاڼه کاږي، د ملي اقتصاد د ساتنې، د افغانیو د ارزښت خوندیتوب او د قانون حاکمیت د ټینګښت لپاره به دا ډول څارنه او اقدامات دوام ولري او له قانونه سرغړوونکي به د قانون منګولو ته وسپارل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.