جلالاباد (پژواک، ۲۵ مرغومی ۱۴۰۴): د ننګرهار امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په بټيکوټ ولسوالۍ کې د یوه هوټل دننه د ګازډبې چاودنې ۱۴ کسان ټپیان کړي دي.
د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره ورځ مازدیګر د بټيکوټ ولسوالۍ په سپینخوړ سیمه کې شوې ده.
سرچینه زیاتوي: «په یوه هوټل کې یوه ګازډبه چې پایپ یې لیک شوی و، اور اخیستی، وروسته یې چاودنه کړې چې له امله یې د یاد هوټل ۱۴ کارکوونکي ټپیان شوي دي.»
خبرپاڼه کې راغلي چې د پېښې له رامنځته کېدو وروسته امنیتي پولیس سمدستي د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د درملنې په موخه نږدې روغتیايي مرکزونو ته لېږدولي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP