Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امریکا په غزه کې د جګړې د پای ته رسېدو طرحې د دویم پړاو د پیل خبر ورکړی

کابل (پژواک، ۲۵ مرغومی ۱۴۰۴): په منځني ختیځ کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي د غزې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا د منځګړیتوب طرحې د دویم پړاو د پیل خبر ورکړی دی.

د الجزیرې د راپور له مخې، په منځني ختیځ کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړی استازی سټیو ویتکاف وایي چې د غزې لپاره د ټرمپ شل ماده‌ییز پلان د عملي کېدو په حال کې دی.

هغه څرګنده کړې چې په دویم پړاو کې پر فلسطین د حکومت او «د غزې د بیارغونې او بې‌وسلې کولو» لپاره یو انتقالي حکومت جوړ شي.

نوموړي زیاته کړې: «امریکا تمه لري چې حماس پر خپلو ټولو ژمنو ته په بشپړ ډول عمل وکړي چې پکې د وروستي مړه شوي یرغمل د جسد سمدستي سپارل هم شامل دي.»

خو تر اوسه حماس د ویټکاف د څرګندونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

په راپور کې راغلي چې اسراييل د تېر میلادي کال د اکټوبر له میاشتې راهیسې، چې د امریکا په منځګړیتوب اوربند پلی شوی، په ځلونو یې اوربند نقض کړی چې له امله یې تر ۴۰۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي او دې سیمې ته د حیاتي بشري مرستو د داخلېدو مخه هم نیول شوې ده.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.