کابل (پژواک، ۲۶ مرغومی ۱۴۰۴): د ایران په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه کې امریکا اعلان کړی چې د ایران په تړاو ټول انتخابونه پر مېز دي، ایران خبرداری ورکړی چې هر ډول تېري ته به قانوني ځواب ورکړي، روسیې له واشنګټنه غوښتي چې عقلانیت ته راوګرځي او ملګرو ملتونو له ټولو لورو د زغم غوښتنه کړې ده.
د ایران په تړاو د امنیت شورا غونډه د متحده ایالتونو په غوښتنه پرون پنجشنبې ترسره شوه.
د رویټرز د راپور له مخې، په غونډه کې په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر مایک والټز وویل چې هېواد یې د ایران د خلکو ترڅنګ ولاړ دی او ولسمشر ډونالد ټرمپ «په ښکاره ډول روښانه کړې چې د وژنو د درولو لپاره ټول انتخابونه پر مېز دي.»
ټرمپ له دې مخکې څو ځلې ګواښ کړی چې د ایران د معترضينو ملاتړ به کوي، خو هغه د پنجشنبې په ورځ وویل چې ورته ویل شوي «وژنې» کمې شوې دي او د هغه په باور، دا مهال د پراخو اعدامونو کومه طرحه نشته.
والټز د ایران هغه څرګندونې رد کړې چې اعتراضونه یې «د پوځي اقدام د زمینې برابرولو لپاره بهرنۍ توطيه» بللې وې.
خو په ملګرو ملتونو کې د ایران د دایمي استازي مرستیال غلامحسین درزي په یاده غونډه کې ویلي چې ایران د ترینګلتیا زیاتولو یا مخامخېدو په لټه کې نه دی او والټز یې تورن کړ چې د «دروغ ویلو، د حقایقو د تحریف او د قصدي ناسمو معلوماتو د کمپاین» له لارې هڅه کوي «د خپل هېواد مستقیمه لاسوهنه ایران کې تاوتریخوالي ته د ناارامیو په بیولو» پټه کړي.
هغه په امنیت شورا کې زیاته کړه: «سره له دې هر ډول تېریکوونکی اقدام ــ که مستقیم وي او که غیرمستقیم ــ به له قاطع، متناسب او قانوني ځواب سره مخ شي. دا ګواښ نه دی؛ بلکې د یو حقوقي واقعيت بيان دی.
په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نبنزیا امریکا تورنه کړه چې امنیت شورا یې د «یو خپلواک هېواد پر ښکاره تېري او د کورنیو چارو پر لاسوهنې د توجیه» لپاره رابللې او همدارنګه یې د «پوځي بریدونو له لارې د ایران د مسئلې د خپلې خوښې له مخې د هواري» ګواښ کړی دی.
هغه وویل: «موږ په واشنګټن او نورو پلازمېنو کې له بېصبره چارواکو غواړو چې عقلانیت ته راوګرځي.»
د ملګرو ملتونو جګپوړې چارواکې مارتا پوبې د سرمنشي انټونیو ګوټرېش له قوله امنیت شورا ته وویل چې دی په دې حساس وخت کې د «لوی زغم» غوښتنه کوي او له ټولو لوبغاړو غواړي له هر هغه اقدامه ډډه وکړي چې د نورو تلفاتـو یا سیمه کې د پراخو ترینګلتیاوو د لا ډېرېدو لامل کېدای شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP