کابل (پژواک، ۲۶ مرغومی ۱۴۰۴): د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د واورې او باران ورېدو او ناڅاپي سېلابونو راتلو اټکل کړی ډی.
دغه وزارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې نن ورځ په بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، سمنګان، پروان، بلخ، فاریاب، سرپل، جوزجان، بادغیس، هرات، فراه، غور، هلمند، دایکنډي، اروزګان او بامیان ولایتونو کې د واورې او باران ورېدو او تندر او برېښنا اټکل شوی دی.
د سرچینې په خبره، په بېلابېلو سیمو کې د باران اندازه له ۱۰ تر ۳۰ مليمتره او د واورې له ۱۰ تر ۳۵ مليمتره اټکل شوې ده.
دغه وزارت ویلي چې په مرکزي ولایتونو کې، د سالنګونو په ګډون، د سختو بادونو لګېدو احتمال شته چې د باد سرعت په بېلابېلو سیمو کې له ۵۰ تر ۹۰ کیلومتره په ساعت کې اټکل شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP