کابل (پژواک، ٢٧ مرغومی، ١٤٠٤) : د کورنیو چارو وزیر، د هرات اوسېدونکی نهه کلن محمد امیري – چې د انټرنېټ له لارې یې نهه ژبې زده کړې – ستایلی او ژمنه یې کړې چې له هغه سره د زده کړو، روزنې او مالي ملاتړ به برخه کې بشپړه همکاري کوي.
محمد امیري، چې تر اوسه په رسمي ډول ښوونځي ته نه دی تللی وايي چې هره ژبه یې په شاوخوا دوو میاشتو کې زده کړې ده.
هغه تر دې وړاندې په یوه ویډیويي کلیپ کې ویلي وو، چې د ژوند تر ټولو لوی ارمان یې د کورنیو چارو له وزیر خليفه سراجالدین حقاني سره لیدل دي.
د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، اوس دغه ماشوم د دغه وزارت له وزیر سره ليدلي او هغه ته يې په بېلابېلو ژبو خبرې کړي دي.
سرچینه زیاتوي چې د کورنیو چارو وزیر دغه ماشوم د هېواد یو نادر او استثنایي استعداد بللی او همدارنګه یې د هغه د زدهکړو، روزنې او مالي ملاتړ لپاره د بشپړې همکارۍ ژمنه کړې ده.
د وزارت د معلوماتو له مخې، حقاني دغه ماشوم ته ١٥٠ زره افغانۍ او یو لپتاپ ډالۍ کړي او د محمد د معیاري روزنې لپاره یې د فوقالعاده استادانو د ګومارلو او د پلار لپاره یې د کاري فرصت برابرولو په موخه د ټکسي موټر اخیستلو ژمنه هم کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP