Language

پاکستان کې په نږدې تېرو څلورو میاشتو کې څه باندې ۱۳۰ زره افغانان نیول شوي
آرشیف

کابل (پژواک، ۲۷ مرغومی ۱۴۰۴): ملګرو ملتونو اعلان کړی چې د روان میلادي کال د جنورۍ په لومړیو لسو ورځو کې په پاکستان کې د افغان وګړو نیونه او توقیف د تېرې اونۍ په نسبت ۱۸ سلنه ډېر شوي او په نږدې تېرو څلورو میاشتو کې څه باندې ۱۳۰ زره کسان توقیف او نیول شوي دي.

د پاکستان د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) او د ملګرو ملتونو د کډوالۍ دفتر (IOM) راپور ورکړی چې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ په لومړیو لسو ورځو کې په پاکستان کې د افغان وګړو نیونه او توقیف د تېرې اونۍ په پرتله ۱۸ سلنه ډېر شوي دي. هغه درې اصلي سیمې چې تر ټولو ډېرې نیونې پکې شوې دي، چاغۍ، پښین او پلازمېنه اسلام‌اباد دي.

د دغو دوو سازمانونو د راپور له مخې، د جنورۍ له ۴مې تر ۱۰مې پورې د ټولو نیونو ۷۳ سلنه په بلوچستان ایالت او ۱۶ سلنه په اسلام‌اباد کې شوې دي.

سرچینه زیاتوي چې د ټولو نیونو له ډلې د افغان تابعیت کارت (ACC) لرونکي او بې‌اسناده افغانان ۸۷ سلنه جوړوي، خو د نوم‌لیکنې کارت (PoR) لرونکي یوازې ۱۳ سلنه دي.

شمېرې ښيي چې د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر له ۱۵مې تر د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ تر ۱۰مې پورې ټول ۱۳۰ زره او ۹۹۹ افغان وګړي نیول شوي او توقیف شوي دي. تر ټولو ډېرې نیونې په بلوچستان ایالت کې د ۶۸ سلنې په کچه ثبت شوې دي، ورپسې اسلام‌اباد ۱۹ سلنه، خیبر پښتونخوا ۶ سلنه، پنجاب ۴ سلنه او سند ۳ سلنه دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د مرغومي میاشتې په پیل کې ویلي وو چې په تېرو څلورو کلونو کې له ۶.۸ میلیونه ډېر افغانان خپل هېواد ته راستانه شوي او ۱.۳ میلیونه نور د طبیعي پېښو له امله په داخل کې بې‌ځایه شوي دي.

د راپورونو له مخې، دا مهال افغان کډوال د نړۍ په له تر سلو ډېر هېوادونو کې ژوند کوي او ثبت شوې شمېر یې له شپږ میلیون کسانو اوښتی دی. ایران، پاکستان او جرمني د افغان کډوالو تر ټولو لوی کوربه هېوادونه دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.