کابل (پژواک، ۲۸ مرغومی ۱۴۰۴): له ۱۹ کلنو د کمعمره لوبډلو نړۍوال جام سیالیو په لړ کې افغانستان په خپله دویمه لوبه کې ويسټانډیز ته د ۱۳۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
د نننې لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
په دغه لوبه کې افغان لوبډلې لومړی توپوهنه ترسره کړه او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۶۲ منډې وکړې.
د افغان لوبډلې په ګټه عثمان سادات ۸۸ او لوبډلمشر محبوب خان ۸۶ منډې وکړې.
ويسټانډیز ورکړل شوې هدف پوره نه کړای شو او ۳۴م اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۱۲۴ منډې وکړې او د ۱۳۸ منډو په توپیر یې افغانستان ته لوبه وبایلله.
دغه راز افغان لوبډلې په دغو سیالیو کې په خپله لومړی لوبه کې سوېلي افریقا ته ماتې ورکړې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP