Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په کابل کې «د اسلامي نظام بقاء او د ولس هوساینه» تر سرليک لاندې غونډه وشوه

کابل (پژواک، ۲۸ مرغومی ۱۴۰۴): په کابل کې «له ولسونو سره د ملت اتحاد، د اسلامي نظام بقاء او د ولس هوساینه» تر سرليک لاندې غونډه وشوه او ګډونوالو یې د خلکو پر یووالي ټینګار وکړ.

په دې غونډه کې چې نن وشوه، د کابل د مرکز او ولسواليو استازو، قومي مشرانو، ديني عالمانو، متنفذينو او ځوانانو برخه اخیستې وه چې مشري يې د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمدعلي جان‌احمد کوله.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت په خپلو خبرو کې وویل، د خلکو هوساینه او رفاه د اسلامي نظام له اساسي دندو ده؛ اسلامي امارت مکلف دی چې د ولسونو ساتنه وکړي او لازمې اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

نوموړي زیاته کړه، اسلامي امارت دا وجیبه په ښه توګه ترسره کړې چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري د ولسي غونډو جوړېدل او د خلکو د ستونزو اورېدل یې ښکاره بېلګه ده.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مرستیال مولوي محمدعلي جان احمد هم وویل: «زموږ ټول مسوولین دا خپله وجیبه او فریضه بولي چې د ولسونو ستونزې واوري او دا د ولسونو حق بولي، زموږ تر شا کوم سياسي او نظامي قدرت نشته، مګر زموږ تر شا یو داسې غیرتي ولس دی چې شل کاله یې خپل سرونو نذرانه کړل او د سر په بیه یې خپلواکي راته وګټله.»

هغه له خلکلو وغوښتل لکه څنګه یې چې پرون د امریکا پر وړاندې جهاد فرض باله، نن د شریعت په پلي کولو کې همداسې کومک او ملاتړ وکړي.

په دې غونډه کې دیني عالم مولوي فاضل فضلي وویل چې اوس په افغانستان کې امن دی او ټول خلک په ارامه فضا کې ژوند کوي.

هغه زیاته کړه: «ډېر خلک د دې ورځې په ارمان وو چې د امن په فضا کې ژوند وکړي او هیله یې دا وه چې په افغانستان کې اسلامي نظام راشي.»

نوموړی وايي، د اسلامي امارت په راتګ سره په ټول هېواد کې په بېلابېلو برخو کې د پرمختګ کارونه روان دي او پر دې څوک سترګې نه شي پټولی.

هغه وایي: «نن افغانستان خپلواک او ازاد دی او موږ د اسلامي امارت ملاتړ کوو.»

نوموړي له خلکو غوښتنه وکړه چې ټول سره یوموټی شي او له اسلامي امارته دې ملاتړ وکړي.

د یادې غونډې بل ګډونوال احمدشاه الکوزي وویل چې اوس په افغانستان کې اسلامي نظام راغلی او ملي یووالی او وحدت حاکم شوی دی.

هغه زیاته کړه، نننۍ غونډه د اسلامي امارت له نظامه د ملاتړ او له مسوولینو سره د مشورو شریکولو په هدف جوړه شوې ده.

د هغه په خبره: «موږ د اسلامي امارت ملاتړ کوو او ترڅنګ یې ولاړ یو.»

هغه له مسوولینو غوښتنه وکړه چې د خلکو غوښتنې دې واوري او د هغوی ستونزو ته دې رسېدنه وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.