Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پاکستان کراچۍ کې د یوې اورلګېدنې له امله لږ تر لږه شپږ کسان مړه او ۲۰ نور ټپیان شوي

کابل (پژواک، ۲۸ مرغومی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د پاکستان په کراچۍ ښار کې په یوه سوداګریز مارکېټ کې د اورلېګدنې له امله لږ تر لږه شپږ کسان مړه او شاوخوا شل نور ټپيان شوي دي.

الجزیرې راپور ورکړی چې دغه اورلګېدنه پرون د «ګل پلازا» په نوم له ګڼې‌ګوڼې په ډک یوه سوداګریز مرکز کې رامنځته شوه او څو ساعته یې دوام وکړ. چارواکو ویلي چې د نن ورځې تر سهار پورې د اوروژنې ټیمونه وتوانېدلی اور تر ۳۰ سلنه کنټرول کړي.

سرچینه زیاتوي چې په دې اورلګېدنه کې شپږ کسان مړه او شاوخوا شل نور ټپیان شوي دي.

راپورونه ښيي چې دغه مرکز شاوخوا ۱۲۰۰ دوکانونه لري او د دې شته چې لا به هم د ودانۍ دننه کسان بند پاتې وي.

د راپور له مخې چې د اور د ډېر شدت له امله د ودانۍ یو برخه لوېدلې او د ژغورنې هڅې یې ستونزمنې کړې دي.

حسرت

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.