کابل (پژواک، ۲۹ مرغومی ۱۴۰۴): د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وایي، د غزني ولایت په مرکز او ۱۴ ولسوالیو کې د سلام مخابراتي شبکې ۲۶ سایټونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د دغو سایټونو د پرانیستې په تړاو د غزني د اندړو ولسوالۍ د کمالخېلو په سیمه کې جوړه شوې غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند، عنایتالله الکوزي وویل، یاد ۲۶ مخابراتي سایټونه د (TDF) سیستم له لارې د غزني په مرکز او ۱۴ ولسوالیو کې جوړ شوي، څو د دې ولایت په مرکز او یو شمېر لرې پرتو سیمو کې د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو پوښښ پراخ او د خلکو ستونزې راکمې کړي.
نوموړي زیاته کړه، د دغو سایټونو په فعالېدو سره به زرګونه اوسېدونکي د ټیلیفوني اړیکو او انټرنېټي خدمتونو ته ښه لاسرسی ومومي او داړیکو کیفیت به هم ښه شي.
هغه وویل، دا مهال د غزني په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د بېلابېلو مخابراتي شبکو اړوند ۱۵ نور سایټونه هم د جوړېدو په حال کې دي، چې تمه ده په نږدې راتلونکي کې ګټېاخیستنې ته وسپارل شي.
د نوموړي په وینا، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت هڅه کوي ورته نورې پراختیايي پروژې هم پلې کړي، څو د عملي کېدو پهصورت کې د غزني په لرې پرتو سیمو کې د مخابراتي خدمتونو پوښښ لا پراخ شي.
په همدې حال کې د سیمې اوسېدونکو د یادو مخابراتي سایټونو له فعالېدو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې له دې وړاندې یې دمخابراتي خدمتونو د کمزورۍ له امله ګڼې ستونزې ګاللې، خو د نوو سایټونو په فعالېدو سره به یې ستونزې تر ډېره هوارې شي.
د اندړو ولسوالۍ یو تن قومي مشر حاجي موسی پژواک اژانس ته وویل، دا چاره به د اړیکو تر څنګ د اقتصادي او ټولنیزو فعالیتونو په پراختیا کې هم مهم رول ولوبوي.
د یادونې ده، چې په تېرو څلورو کلونو کې په غزني ولایت کې د بېلابېلو مخابراتي شبکو ۱۴۵ نوي سایټونه فعال شوي، خو لا هم د یوشمېر ولسوالیو اوسېدونکي د کمزورو مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو له امله شکایتونه لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP