Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په نیمروز ولایت کې د یو شمېر سیمو خلک د ژوند د لومړنیو اساسي خدماتو غوښتنه کوي

زرنج‌ښار (پژواک، ۲۹ مرغومی ۱۴۰۴): د کلینیکونو او ښوونځیو کمښت او د څښاک پاکو اوبو او معیاري سړکونو نشتوالی د نیمروز د مرکز او ولسوالیو د یو شمېر کلیو د زرګونو اوسېدونکو ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی دی؛ د دغو سیمو اوسېدونکي د مخکنیو حکومتونو پر نه پاملرنه نیوکه کوي او له اسلامي امارته غواړي چې د دوی د اساسي ستونزو هواري لپاره عملي ګامونه واخلي.

د څښاک پاکې اوبه، معیاري سړکونه، ښوونځي او روغتیایي خدمتونه د هرې ټولنې لومړنۍ بنسټیزې اړتیاوې دي او د دغو اسانیاوو برابرول د دولت مسوولیت ګڼل کېږي.

خو سره له دې، په افغانستان کې څلور لسیزې جګړې د دې لامل شوې چې ځینو کلیو او لرو پرتو سیمو ته لازمه پاملرنه ونه شي او خلک له دغو خدمتونو بې‌برخې پاتې شي.

په نیمروز کې د پژواک خبري اژانس خبریال د زرنج ښار د «سید عبدالسلام»، «رستم‌خان» او «بای‌ناز» کلیو له یو شمېر اوسېدونکو او همدارنګه د کنگ ولسوالۍ د «عبدالباقي ساسولي»، «نارويي» او «ولیداد» کلیو له اوسېدونکو سره خبرې کړې دي. د دغو سیمو اوسېدونکو د څښاک پاکو اوبو نشتوالی، د ښوونیزو او روغتیایي مرکزونو کمښت او د سړکونو خرابوالی خپلې مهمې ستونزې بللې، پخواني حکومتونه یې پر نه پاملرنه تورن کړي او له اسلامي امارته یې په دې برخو کې د جدي پاملرنې غوښتنه کړې ده.

د اوبو کمښت

د نیمروز د کنګ ولسوالۍ د «عبدالباقي ساسولي» کلي شورا رییس مولوي محمدجمعه اسلامیار وايي چې د دې ولسوالۍ په ډېرو سیمو کې متوازن پرمختګ نه دی شوی او یو شمېر کلي لا هم له کلینیک، ښوونځي او سړک څخه بې‌برخې دي. د هغه په خبره، د دغو سیمو خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

هغه د «عبدالباقي ساسولي» کلي په ګډون د کنگ ولسوالۍ شمالي کلي له تر ټولو محرومو سیمو بولي او وايي: «زموږ په ډېرو کلیو کې د څښلو لپاره اوبه نشته، د کرنې لپاره اوبه نشته او ټولې ځمکې مو وچې شوې دي.»

د هغه په خبره، د دغه کلي ډېری اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو نشتوالي له امله، په ځانګړې توګه د اوړي په موسم کې پر بېلابېلو میکروبي ناروغیو اخته کېږي.

دا ستونزه یوازې د کنگ ولسوالۍ تر کلیو پورې محدوده نه ده، بلکې د نورو ولسوالیو په یو شمېر کلیو او ان د نیمروز د مرکز زرنج ښار په ځینو سیمو کې هم شته.

د زرنج ښار په ختیځ کې د «سید عبدالسلام» کلي اوسېدونکی محمدنبي وايي چې په دغه کلي کې لسګونه کورنۍ ژوند کوي، خو د څښاک پاکو اوبو کمښت یې لویه ستونزه ده.

هغه پخواني حکومتونه پر نه پاملرنه تورن کړل ویې ویل: «زموږ ستونزې ډېرې دي، خو تر ټولو مهمه یې د څښاک اوبه دي. تر اوسه زموږ په کلي کې نلونه نه دي غځول شوي؛ یوازې یوه څاه ده چې اوبه یې مالګینې او د څښلو وړ نه دي.»

د هغه په خبره، د کلي اوسېدونکي اړ دي چې خپلې د اړتیا وړ د څښاک اوبه وپېري، خو ځینې کورنۍ د اقتصادي ستونزو له امله د اوبو د اخیستو توان نه لري او اړ کېږي چې مالګینې اوبه وکاروي.

هغه زیاتوي: «ځینې کورنۍ له ښاره یا ګاونډیو کلیو اوبه راوړي، خو داسې کورنۍ هم شته چې نه یې د اخیستو وس لري او نه د انتقال؛ دا خلک مجبور دي مالګینې اوبه وڅښي.»

په همدې حال کې، د زرنج ښار د «بای‌ناز» کلي ۴۰ کلنه اوسېدونکې جمیله وايي، سره له دې چې دا کلی له ښاره یوازې لس کیلومتره واټن لري، خو د څښاک اوبو له نلونو بې‌برخې دي او ځینې کورنۍ د ویالو اوبه کاروي. د هغې په خبره، د دغه کلي ماشومان ډېری وخت پر میکروبي ناروغیو اخته کېږي.

د زرنج ښار د «رستم خان» کلي اوسېدونکی غلام‌محی‌الدین هم وايي: «موږ هېر شوي خلک یو؛ نه د جمهوریت حکومت په شلو کلونو کې زموږ لپاره څه وکړل او نه هم مؤسسو کومه پروژه راوړه؛ له اسلامي امارته غواړو چې زموږ سیمې ته پاملرنه وکړي، موږ اوبه غواړو.»

همدارنګه د کنگ ولسوالۍ د «نارويي» کلي اوسېدونکی محمدعیسی بلوچ وايي چې په دغه کلي کې ۱۵ کورنۍ ژوند کوي، خو ان یوه هم د څښاک اوبو نل نه لري.

هغه زیاتوي: «هره ورځ له عبدالرحمن کلي څلور بوشکې اوبه راوړم، لاره لرې ده او د مرکب په وسیله یو ساعت وخت نیسي، ډېر په عذاب کې یو؛ که دولت یا مؤسسو د هر کلي لپاره یوه څاه کیندلې وای، لږ تر لږه به موږ اوبه لرلې. په پخواني حکومت کې د فساد له امله هيڅ کار ونه شو.»

روغتیایي خدمتونه او سړکونه

د نیمروز د یو شمېر لرو پرتو کلیو اوسېدونکي وايي، د دولتي روغتیایي کلینیکونو نشتون د هغوی ورځنی ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.

د «سید عبدالسلام» کلي اوسېدونکی محمدنبي وايي، په دغه کلي کې هيڅ روغتیایي کلینیک نشته او ناروغان اړ دي د درملنې لپاره زرنج ښار ته ولاړ شي.

هغه زیاتوي: «موږ له ښاري کلینیکونو شاوخوا لس کیلومتره لرې یو؛ ډېری خلک بې‌وسه دي او ښار ته د تګ راتګ کرایه نږدې ۵۰۰ افغانۍ کېږي چې ډېرې کورنۍ یې د ورکولو وس نه لري.»

د «بای‌ناز» کلي اوسېدونکې جمیله هم د روغتیایي خدمتونو له نشتوالي شکایت کوي او وايي: «زموږ کلي ته هيڅکله دولت یا مؤسسې نه دي راغلې؛ ګرځنده ټیمونه او واکسیناسیون یا ډېر کم راځي او یا هيڅ نه راځي.»

د هغې په خبره، په تېرو وختونو کې داسې پېښې شوې چې ښځې د زېږون پر مهال د شدیدې وینې بهېدنې او د روغتیایي امکاناتو نشتوالي له امله ولایتي روغتون ته پر لاره مړې شوې دي.

هغې دغه‌راز وویل چې د کلي اوسېدونکي اړ دي دوه کیلومتره لاره پلې ووهي څو د لشکري سیند ترڅنګ سړک ته ورسېږي؛ ځکه د کلي دننه هيڅ معیاري سړک نشته.

د منځني او لېسې ښوونځیو نشتوالی

د منځني او لېسې ښوونځیو نشتوالی د دغو کلیو د اوسېدونکو بله ستره ستونزه ده.

محمدنبي وايي، د «سید عبدالسلام» په کلي کې مکتب شته، خو ودانۍ نه لري، یوازې تر څلورم ټولګي پورې تدریس پکې کېږي. دغه مکتب د تشکیلاتو د کمښت له امله یوازې یو مدیر او دوه ښوونکي لري.

د هغه په خبره، ماشومان له څلورم ټولګي وروسته اړ کېږي چې د زده‌کړو د دوام لپاره ښار ته ولاړ شي، خو د واټن لرې‌والی د دې لامل شوی چې ډېری یې له زده‌کړو پاتې شي.

د «رستم خان» کلي اوسېدونکی غلام‌محی‌الدین هم وايي: «زموږ په کلي کې هيڅ مکتب نشته؛ زده‌کړې زموږ حق دی او غواړو چې زموږ ماشومان باسواد شي.»

همدارنګه د «ولیداد» کلي اوسېدونکی محمدصابر پر پخوانیو حکومتونو نیوکه کوي او وايي چې د ښوونځي نشتوالي له امله لسګونه ماشومان د سواد له نعمته بې‌برخې پاتې شوي دي.

هغه زیاتوي: «موږ تل هېر شوي یو؛ له اسلامي امارته غواړو چې زموږ غریبو خلکو لپاره بنسټیز کارونه وکړي. که دولت ژر نه شي کولای، لږ تر لږه دې د مؤسسو په همکارۍ زموږ لپاره کلینیک، مکتب او سړک جوړ کړي.»

اقتصادي کارپوه: پر ښاري پرمختیا د تمرکز له امله کلي محروم پاتې شوي

د اقتصادي چارو کارپوه رحمت‌الله بارکزی وايي چې د محلي ادارو کمزوری مدیریت، د حکومتونو تمرکز پر ښاري او عاید لرونکو سیمو او د خلکو د خپلو اساسي حقونو په اړه نه پوهاوی، په نیمروز ولایت کې د کلیو د محرومیت اصلي لاملونه دي.

د هغه په خبره، پر عاید لرونکو سیمو ډېر تمرکز د دې لامل شوی څو هغه کلي چې کم عاید لري یا هيڅ عاید نه لري، له اساسي خدمتونو بې‌برخې پاتې شي.

نوموړی ټینګار کوي چې حکومت باید د عاید په نظر کې نه نیولو سره په ټولو سیمو کې عادلانه خدمتونه وړاندې کړي.

بارکزی د خلکو نه پوهاوی او فرهنګي فقر هم د محرومیت د ډېرېدو له لاملونو بولي او وايي چې په ځینو سیمو کې خلکو سره له دې چې امکانات او وسایط لري، د خپلو کلیو د وضعیت د ښه‌والي لپاره یې اقدام نه دی کړی.

هغه په پای کې وايي: «محرومیت یوازې د حکومت د نه پاملرنې پایله نه ده؛ په ډېرو مواردو کې خلکو هم شخصي ګټې د خپلو کلیو پر ابادۍ غوره بللې دي.»

د نیمروز د افتصاد ریاست: دغو سیمو ته ځینې پروژې په پام کې نیول شوې دي

د نیمروز د اقتصاد رئیس مولوي عبدالرشید شهیدیار مني چې د دغه ولایت په یو شمېر لرو پرتو کلیو ته لازمه پاملرنه نه ده شوې؛ خو د هغه په خبره، اسلامي امارت د ولایتي انکشافي پلان پر بنسټ، د دغو سیمو لپاره عام‌المنفعه پروژې په پام کې نیولې دي.

هغه وايي: «په مرکز او ولسوالیو کې متوازن انکشاف زموږ له موخو دی؛ په انکشافي پلان کې د سړکونو ترمیم، د مکتبونو او کلینیکونو جوړول او د کار په بدل کې د پیسو ورکولو پروژې شاملې دي. هیله لرو چې درج شوې پروژې په ۱۴۰۵ کال کې منظور او بودجه کې شاملې شي.»

د هغه په خبره، د نیمروز د اقتصاد ریاست په ۱۴۰۳ کال کې ۴۰ پرمختیايي پروژې په پلان کې شاملې کړې وې چې ځینې یې عملي شوې او ځینې د بودجې د کموالي له امله پاتې دي.

هغه دغه‌راز د جاپان او ملګرو ملتونو په همکارۍ د ځینو پروژو د تطبیق یادونه کوي چې پکې د زرنج ښار شاوخوا ته د دوو کلینیکونو او یوه ښوونځي او همدارنګه په کنګ او چهانسور ولسوالیو کې د سړکونو جوړول شامل دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.