Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغان او بنګله‌دېشي چارواکي د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا غږېدلي

کابل (پژواک، ۲۹ مرغومې ۱۴۰۴): د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال له خپل بنګله‌دېشي سیال سره په لیدنه کې د ګډو نندارتونونو پر جوړولو، په دواړو هېوادونو کې د سوداګریزیزو اتشو پر معرفې کولو او د سوداګرۍ پر وړاندې د خنډونو لرې کولو په موخه د ګډې کمېټې پر رامنځته کولو هوکړه کړې ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دغه وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد او ورسره مل پلاوي د بنګله‌دېش د سوداګرۍ وزارت له مرستیال محبوب‌الرحمن سره وکتل.

سرچینه زیاتوي، په دې لیدنه کې د بنګله‌دېش د سوداګرۍ وزارت مرستیال محبوب‌الرحمن د اسلامي امارت د پلاوي تود هرکلی وکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراخېدو په اړه یې خوښي څرګنده کړه.

سرچینې لیکلي، دواړو لورو د سوداګریزو هوکړه‌لیکونو په لاسلیک،  بانکي اسانتیاوو، افغان توکو ته د ترجیحي تعرفې پر ورکړه، د سوداګرۍ حجم پر زیاتولو او افغانستان ته د درملو او ټوکرانو پر واردولو  هر اړخیز بحث وکړ چې په پایله کې یې په کابل او ډاکه کې د ګډو نندارتونونو پر جوړولو، په دواړو هېوداونو کې د سوداګریزو اتشو پر معرفې کولو او د سوداګرۍ پر وړاندې د خنډونو لرې کولو په موخه د ګډې کمېټې پر جوړولو هوکړه وشوه.

سرچینې زیاته کړې، دواړو خواوو ټینګار وکړ چې د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ موجود سوداګریز فرصتونه کولای شي د اقتصادي اړیکو د لا پراختیا لپاره ښه زمینه برابره کړي او په راتلونکي کې د ګډو همکاریو د دوام په اړه یې کابل او ډاکه کې د ورته ناستو دوام ته خپل چمتووالی څرګند کړ.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال مولوي احمدالله زاهد په مشری یو پلاوی د شاوخوا ٥٠ ملي سوداګرو په ملتیا پرون  بنګله‌دېش ته ولاړ.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.