Language

د افغانستان او ویسټ‌انډیز ملي لوبډلو ترمنځ شل‌اوریزه لوبلړۍ نن پیلېږي

کابل (پژواک، ۲۹ مرغومې ۱۴۰۴): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له ویسټ‌اندیز سره د شل‌اوریزې لوبلړۍ لومړۍ لوبه نن ترسره کوي.

دغه شل‌اوریزه لوبلړۍ په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان په کوربه‌توب ترسره کېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې ملي لوبډله له ویسټ‌انډیز سره د شل‌اوریزې لوبلړۍ لومړۍ لوبه نن ترسره کوي.

کرکټ بورډ ویلي، دغه سیالۍ به د افغانستان پر وخت ماښام ۷ بجې د متحده عربي اماراتو د دوبۍ نړۍوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

دغه‌راز، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د دې لوبلړۍ دویمه لوبه د روانې جنورۍ میاشتې په ۲۱مه او درېیمه به د همدې میاشتې په ۲۲مه ترسره کړي.