Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د اسپانیا سوېل کې د اورګاډو د ټکر پېښه کې لږ تر لږه ۲۱ کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شوي

کابل (پژواک، ۲۹ مرغومی ۱۴۰۴): د راپورونو پر بنسټ، د اسپانیا په سوېل کې د دوو اورګاډو د ټکر له امله لږ تر لږه ۲۱ کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

الجزیرې راپور ورکړی چې د یکشنبې ماښام شاوخوا اووه بجې او ۴۵ دقیقې یو اورګاډی چې له مالاګا څخه یې مادرید ته نږدې ۳۰۰ مسافر لېږدول، کوردوبا ښار ته نږدې له پټلۍ وتلی او له بل اورګاډي سره ټکر شوی دی.

د اسپانیا دولتي ټلوېزیون راپور ورکړی چې په دې پېښه کې ۲۱ کسان مړه او شاوخوا ۱۰۰ نور ټپیان شوي او په مړو کې له مادرید څخه هویلوا ته د روان رېل‌ګاډي چلوونکی هم شامل دی.

د اسپانیا د ترانسپورټ وزیر اسکار پونټه ویلي چې په یوه مستقیم مسیر کې د اورګاډي له پټلۍ وتل «ډېر غیرعادي» دي او دا د رېل‌پټلۍ برخه د تېر کال د مې میاشت کې ترمیم او نوې شوې وه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.