Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل کې په یوه چيني ـ افغان رستورانټ کې چاودنې مرګ‌ژوبله اړولې ده

کابل (پژواک، ٢٩ مرغومی ١٤٠٤): د کابل ښار د شهرنو په ګلفروشۍ کوڅه کې نن شاوخوا درې بجې په یوه ګډ چيني ـ افغان رستورانټ کې د چاودنې له امله لږ تر لږه شپږو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او تر لسو ډیر ټپيان دي.

د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدران وایي، نن شاوخوا درې بجې د کابل ښار د شهرنو په ګلفروشۍ کوڅه کې د چينايي مسلمانانو او افغانانو په ګډ رستورانت (Chinese Noodle) کې چاودنه شوې.

ځدران پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه رستورانت د يو چينايي مسلمان عبدالمجید او د ده د مېرمنې او يو تن افغان عبدالجبار محمود له لوري په ګډه چلول کيده.

د هغه په وینا، عبدالمجید د چين د شينګ يانګ ايالت اوسېدونکی مسلمان وو، دلته به د چينايي مسلمانانو لپاره خواړه تياريدل او پلورل کيدل.

د هغه د معلوماتو له مخې، په نننۍ چاودنه کې یو تن چينايي وګړی ایوب چې مسلمان و او ۶ تنه افغانان وژل شوي او څو تنه نور ټپيان دي.

دی وایي چې چاودنه له آشپزخانې سره نږدې شوې ده، نوعیت یې لا معلوم نه دی او په اړه یې تحقيقات روان دي.

یوې باوري سرچينې هم د جزییاتو له ورکولو پرته پژواک ته وویل چې په دغه برید کې “چینایانو زیان لیدلی.

خو د کابل ايمرجنسي روغتون ویلي چې تر یادې چاودنې وروسته شل تنه دغه روغتون ته لېږدول شوي او له دې ډلې ٧ تنو ژوند بایللی دی.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.