کندهار (پژواک، ۲۹ مرغومی ۱۴۰۴): کندهار کې صنعتکاران غوښتنه کوي چې د دغه ولایت د صنعتي پارک پر شاوخوا زر جریب ځمکه مېشت کوچیان دې بلې سیمې ته ولېږدول شي او دغه ځمکه دې دغه پارک ته په واک کې ورکړل شي؛ مسوولین بیا وايي چې د دې ستونزې هواري لپاره هڅې روانې دي.
د کندهار صنعتي پارک د ښار ختیځ لور ته په ښوراندام سیمه کې موقعیت لري چې څلور زره جریب ځمکه ورته ځانګړې شوې، نږدې درې سوه کارخونې په کې فعالیت لري او شاوخوا زر جریب ځمکه یې د کوچیانو له لوري نیول شوې ده.
کندهار کې یو صنعتکار حاجي فیضالحق وایي، د کندهار د صنعتي پارک ډېره ځمکه د کوچیانو له خوا غصب شوې او اوسنۍ ساحه یې د صنعتکارانو اړتیا نه شي پوره کولای.
هغه پژواک خبري اژانس ته وویل: «له یوې خوا اوسنی صنعتي پارک کافي نه دی او له بلې خوا یې ډېره ځمکه کوچیانو غصب کړې ده چې باید له غصبه خلاصه شي؛ که څه هم څو ځلې اقدام شوی، خو کوچیان لا هم پر دې ځمکه مېشت دي.»
یو بل صنعتکار نثاراحمد هم وایي، له کلونو راهیسې کوچیانو د صنعتي پارک یوه برخه غصب کړې، خو تر اوسه یې بل ځای ته د لېږدولو لپاره اقدام نه دی شوی.
د نوموړي په خبره: «کوچیانو له کلونو راهیسې د صنعتي پارک ډېره ځمکه غصب کړې ده، خو تر اوسه نه دي ایستل شوي. موږ غوښتنه کوو چې دوی ته دې په نورو سیمو کې ځمکې ورکړل شي، څو صنعتي پارک ته اساسي خدمات برابر شي او دا ځمکه صنعتکارانو ته پاتې شي.»
خو په یاده سیمه کې مېشت یو کوچی اللهداد بیا وایي، دوی له ډېر پخوا په دې سیمه کې مېشت شوي او هغه مهال په دې سیمه کې هیڅ کارخونې نه وې او نه هم چا ورته ویلي چې دلته باید مېشت نه شي.
د هغه په خبره، دلته د څارویو ګنج ورته نږدې دی او دوی اکثره وخت هلته ځې د څارویو پېر او پلور کوي؛ ځکه دغه ځای ورته مناسب دی.
یو بل کس ګلمحمد وايي، دوی هغه کوچیان نه دي چې د موسمونو له بدلون سره یوې او بلې سیمې ته ځي، دلته له پخوا مېشت دي؛ نو ځکه اوس بلې سیمې ته نه شي تلای.
د صنعت او کانونو خونې رییس سید سرور اماني وایي، د کندهار صنعتي پارک چې د ښار ختیځ لور ته د ښوراندام سیمه کې موقعیت لري، په شمالي او سوېلي برخو کې یې شاوخوا زر جریب ځمکه د کوچیانو له لوري غصب شوې ده.
هغه وویل: «د کوچیانو د څارویو له امله په صنعتي پارک کې سرسبزي نه ده شوې او نور خدمات هم نشته. کوچیانو ته باید په نورو سیمو کې ځمکې په نښه شي؛ ځکه د صنعتي پارک پر ځمکه دوی ته کومه ځانګړې ګټه نه رسېږي او کولای شي په نورو سیمو کې هم ژوند وکړي.»
د صنعتي پارک امر مولوي غوثالله پژواک خبري اژانس ته وویل، څه موده وړاندې د مشرتابه له لوري د صنعتي پارک لپاره شل زره جریب نوې ځمکه ځانګړې شوې ده او ترڅنګ به یې هغه کوچیان چې دا مهال د صنعتي پارک پر اړوندو ځمکو مېشت دي، نورو سیمو ته ولېږدول شي.
د کندهار د کور او ښار جوړولو رییس مولوي عبدالمتین سعید چې د غصب د مخنیوي کمېسیون غړی هم دی وایي، د کندهار د اوسني صنعتي پارک ځمکه به له غصبه خلاصه شي او په دې برخه کې عملي کار روان دی.
هغه زیاته کړه چې د مشرتابه له هدایت سره سم به د ښار په لوېدیځه برخه کې هم د یوه نوي صنعتي پارک لپاره ځمکه ځانګړې شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP