Language

د کابل ښار د تېرې ورځې چاودنې مسوولیت داعش ډلې منلی

کابل (پژواک، ۳۰ مرغومی ۱۴۰۴): الجزیرې راپور ورکړی چې کابل ښار کې د چيني مسلمانانو او افغانانو په ګډ رستورانت کې د تېرې ورځې چاودنې مسوولیت د داعش ډلې منلی دی.

دغه چاودنه پرون مازدیګر د کابل ښار د شهرنو د ګلفروشۍ کوڅه کې د چيني مسلمانانو او افغانانو په ګډ رستورانت (Chinese Noodle)  کې وشوه.

د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي چې په دې چاودنه کې لږ تر لږه شپږو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او تر لسو ډېر ټپيان شوي دي.

د هغه په په خبره، دغه رستورانټ د يوه چيني مسلمان عبدالمجید، د هغه د مېرمنې او د عبدالجبار محمود په نوم د یوه افغان شریک دی.

یوې باوري سرچينې د جزئیاتو له ورکولو پرته پژواک ته ویلي چې په دغه برید کې «چینایان» زیانمن شوي دي.

د کابل ايمرجنسي روغتون ویلي چې له یادې چاودنې وروسته د اوو مړو په ګډون شل کسان دغه روغتون ته ور وړوړل شوي دي.

الجزیرې لیکلي چې د یادې چاودنې مسوولیت داعش ډلې منلی او ویلي یې دي چې برید د یوه «ځانمرګي بریدګر» له لوري ترسره شوی دی.