Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د سره صلیب فدارسیون: افغانستان کې د مرستو د تشې کمولو لپاره به خپلې هڅې جاري وساتو

کابل (پژواک، ۱ سلواغه ۱۴۰۴): د بهرنیو چارو وزیر، د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنو نړیوال فدراسیون د آسیا او آرام سمندر د سیمې له مسؤل سره په لیدنه کې له راستنېدونکو افغان کډوالو او د طبیعي پېښو له زیانمنو شویو سره د بیړنیو بشري مرستو او روغتیایي همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت وزیر، مولوي امیر خان متقي د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنو نړیوال فدراسیون د آسیا او آرام سمندر د سیمې له مسؤل، الکساندر متیو او مل پلاوي سره ولیدل.

خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې د راستنېدونکو افغان کډوالو او د طبیعي آفتونو له متأثرینو سره د بیړنیو مرستو، د دوی داساسي اړتیاوو او د صحت په برخه کې د همکاریو په اړه بحثونه وشول.

متقي ویلي، د اسلامي امارت لخوا د راستنېدونکو کډوالو مدیریت ته ځانګړې پاملرنه شوې ده او د دې پروسې لپاره یې ټول امکانات په کار اچولي دي.

متیو هم ویلي، که څه هم په بشري برخو کې نړیوالې مرستې کمې شوې دي، خو نوموړی غواړي افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې دبشري مرستو اړوند اړین معلومات راټول کړي او د مرستو د تشې کمولو لپاره له اړوندو لورو سره خپلې هڅې جاري وساتي.

بهرنیو چارو وزارت لیکلي چې هغه د ا.ا.ا له اړوندو ادارو سره، په ځانګړي ډول د افغاني سرې میاشتې ټولنې سره، خپلې همکارۍ اغېزمنې بللې او د لا زیاتو پرمختګونو هیله یې څرګنده کړې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.