Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغان او روسي چارواکو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی

کابل (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د روسیې د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکو د افغانستان د کرنې، کیمیاوي سرې تولید او نفتو استخراج برخو کې پانګونې ته چمتووالی ښودلی او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګریزو پلاوو پر تبادلې، د نندارتونونو او مستقیمو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په اعلامیه کې راغلي چې د دې خونې عمومي رییس سیدکریم هاشمي د اقتصادي همکاریو د پراختیا، د سوداګریزو نظرونو او تجربو د تبادلې او د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د ګډو پانګونو د جلب په موخه د روسیې د سوداګرۍ او صنایعو خونې د سوداګریزې کمېټې شورا له رییس دیمیتري انتونوف او د یادې خونې د پانګونې او صنعت برخې له لوړپوړي استازي الکساندر سره انلاین غونډه وکړه.

سرچینه زیاتوي چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د سوداګریزو اړیکو د اوسني وضعیت، د پانګونې فرصتونو، د صادراتو او وارداتو د بهیر د اسانتیا، د خصوصي سکټور ترمنځ د ګډو همکاریو رامنځته کولو او د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړیکو پراختیا کې د سوداګرۍ خونو د رول په اړه خبرې وکړې.

سیدکریم هاشمي د روسیې د سوداګرۍ او صنایعو خونې له مسوولینو د تېلو د چاڼخونو جوړولو لپاره د تخصصي سترو نفتي شرکتونو معرفي کولو، افغان سوداګرو ته د روسیې د لویو نفتي فابریکو ورپېژندلو او په مسکو کې د افغان او روسي سوداګرو ترمنځ د وچې مېوې د یوه ستر ګډ سهامي شرکت جوړولو برخه کې د هراړخیزې همکارۍ غوښتنه کړې ده.

هغه د سوداګریزو راکړو ورکړو زیاتوالي او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د نندارتونونو او سوداګریزو ناستو د تنظیم برخه کې د خونې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

دیمیتري او الکساندر له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو د پراختیا هرکلی کړی او د بېلابېلو سکتورونو، په ځانګړې توګه کرنه، د کیمیاوي سرو تولید او د نفتو سکټور کې د پانګونې لپاره خپل چمتووالی څرګند کړی دی.

هغه همدارنګه پر دوه‌اړخیزو همکاریو، د سوداګریزو پلاوو پر تبادلې، د ګډو نندارتونونو پر جوړولو او د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د مستقیمو اړیکو پر رامنځته کولو ټینګار کړی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.