کابل (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): برېټانیا، ترکیې، متحده عربي اماراتو او ایران هم د کابل ښار په یوه رستورانټ کې د وړمې ورځې چاودنه غندلې ده.
یاده چاودنه د دوشنبې په ماښام د کابل د شهرنو د ګلفروشي کوڅه کې د چیني مسلمانانو او افغان وګړو په ګډ «چاینیز نودل» رسټورانټ کې وشوه. د راپورونو له مخې، د دغه برید مسوولیت داعش ډلې منلی دی.
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي چې په دې چاودنه کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او له لسو ډېر نور ټپیان دي؛ خو د کابل ایمِرجنسی روغتون ویلي چې له دې پېښې وروسته د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۰ کسان ور وړل شوي چې له ډلې اووه کسان مړه وو.
د چین دولتي خبري اژانس شینهوا (Xinhua) د راپور له مخې، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګوجیاکون په یوه خبري غونډه کې ویلي چې په دغه برید کې یو چیني وګړی وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي.
په کابل کې د ایران سفارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د کابل چاودنه غندلې، د قربانیانو کورنیو ته یې د ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړي، له افغانستان او چین سره یې د خواخوږۍ او پیوستون څرګندونه کړې او ټپیانو ته یې د ژر رغېدو دعا کړې ده.
بقايي د ترهګرۍ او تاوتریخجن افراطیت د ټولو بڼو د کلک غندلو په اړه د ایران پر اصولي دریځ ټینګار کړی او د ترهګرۍ د مخنیوي او پر وړاندې یې د مبارزې لپاره د سیمهییزې او نړۍوالو همکاریو د پیاوړتیا اړتیا یاده کړې ده.
په کابل کې د ترکیې سفارت هم لیکلي: «په ډېرې خواشینۍ سره مو د تېرې ورځې د کابل چاودنه کې د ځاني تلفاتو او ټپیانو خبر ترلاسه کړ. له لوی خدایه قربانیانو ته رحمت او ټپیانو ته عاجله شفا غواړو او ورور او دوست افغان ولس ته د تسلیت مراتب وړاندې کوو.»
متحده عربي اماراتو هم د یوې اعلامیې په خپرولو د کابل چاودنه پر سختو ټکو غندلې ده.
د اماراتو د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ټینګار کړی چې دغه هېواد دغه جنایتکارانه عمل په کلکه غندي او د هر ډول تاوتریخوالي، سختدریځۍ او ترهګرۍ پر وړاندې خپل تلپاتی مخالفت څرګندوي، هغه کړنې چې د امنیت او ثبات د کمزوري کولو په موخه ترسره کېږي.
د افغانستان لپاره د برېټانیا ځانګړي استازي ریچارډ لېنډزي هم پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «د کابل چاودنه کې د تلفاتو پر خبر ډېر خواشینی شوم؛ زما فکر له ټولو زیانمنو شوو او د هغوی له کورنیو سره دی. برېټانیا تروریزم غندي او د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړه ده.»
د یادونې ده، چین، پاکستان او یو شمېر افغان سیاستوالو هم دا چاودنه غندلې ده او بجینګ د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې برخه کې د افغانستان او سیمې هېوادونو د ګډو هڅو پر ملاتړ ټینګار کړی او له اسلامي امارته یې غوښتي چې دا پېښه وڅېړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP