Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خالص: نړۍوال دې د چاپېریال‌ساتنې، کرنې او اوبو د مدیریت برخو کې له افغانستان سره همکاري وکړي

کابل (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د چاپېریال‌ساتنې ملي ادارې رییس د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې نړۍوال فدراسیون له استازو سره په لیدنه کې ویلي چې یاده ادارې دې د چاپېریال‌ساتنې، کرنې، مالدارۍ او د اوبو مدیریت برخو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

د چاپېریال‌ساتنې ملي ادارې خبرپاڼه کې راغلي چې د دې ادارې رییس مولوي مطیع‌الحق خالص د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې نړۍوال فدراسیون (IFRC) د اسیا پاسیفیک برخي له رییس الکساندر مټیو او د افغانستان لپاره د (IFRC) له مسوول ډاکټر حسام فیصل سره وکتل.

خالص ویلي، افغانستان د وچکالۍ له امله ډېر زیانمن شوی؛ طبیعي یخچالونه یې مخ پر ویلې کېدو دي، د ځمکې لاندې اوبه کمې شوې او د کرنې او مالدارۍ سکټورونه سخت زیانمن شوي دي.

د هغه په خبره، په ډېرو ولایتونو کې خلک د خپلو مېنو او کورونو پرېښودو ته اړ شوي، په یو شمېرو ولایتونو کې خلک ان د خپلو څارویو لپاره اوبه په بیه اخلي.

هغه دغه‌راز ویلي، د کډوالو ستونزې هم د اندېښنې وړ دي او که په دې برخو کې نړۍوالي مرستې ونه شي، وضعیت به نور هم خراب شي.

نوموړي ټینګار کړی چې بشري موضوعاتو ته باید په نړۍواله کچه پاملرنه وشي او د سره صلیب او سرې میاشتې نړۍوال فدراسیون (IFRC) له مسوولینو یې غوښتنه کړې چې د چاپېریالي ستونزو، کرنې او مالدارۍ او د اوبو مدیریت برخو کې دې همکاري وکړي.

د سره صلیب نړۍوال فدراسیون (IFRC) د اسیا پاسیفیک برخي مشر الکساندر مټیو ویلي: «افغانستان ته زما د سفر موخه همدا ده چې د کډوالو، زلزله‌ځپلو ستونزې له نږدې وګورم او همداراز غوښتل مې چې د افغانستان د چاپېریالي وضعیت په هکله هم معلومات ولرم. موږ به خپلو هڅو ته دوام ورکړو او کوښښ به وکړو چې په نړۍواله کچه د افغانستان لپاره د مرستو راجلبولو زمینه مساعده شي.»

په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان لپاره د (IFRC) مسوول، ډاکټر حسام فیصل ته سپارښتنه وکړه چې د چاپېریال‌ساتنې له ملي ادارې سره خپلو ګډو او نږدې همکاریو ته دوام ورکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.