Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امریکا کې د ټرمپ د کډوالۍ پالیسیو پر ضد پراخ اعتراضونه

کابل (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د راپورونو پر بنسټ، زرګونو کارګرو او محصلینو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کډوالۍ پالیسیو پر ضد د دغه هېواد په ښارونو او پوهنتونونو کې اعتراضونه وکړل.

د رویټرز د راپور له مخې، تېره ورځ (سه‌شنبه) په واشنګټن او نورو کوچنیو ښارونو لکه د شمالي کارولینا په اشوېل کې سلګونه اعتراض‌کوونکي راټول شول او د «د کډوالۍ او ګمرک ادارې ته نه، فاشیست متحده ایالتونو ته نه» شعارونه یې ورکول.

په راپور کې ویل شوي، دغه اعتراضونه د متحده ایالتونو په ټولو برخو کې د ټرمپ د دویمې دورې د ولسمشرۍ لومړۍ کالیزې پر مهال د هغه د دولت له خوا د کډوال‌ځپلو پالیسیو په غبرګون کې وشول.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د مرغومي په ۱۸مه د امریکا د کډوالۍ او ګمرک ادارې یوه مامور یوه ښځه په مینیاپولیس ښار کې په ډزو ووژله.

د راپورونو له مخې، د امریکا د کډوالۍ ادارې یوه مامور په مینیاپولیس ښار کې د کډوالۍ ضد اقدامات پر مهال یوه ۳۷ کلنه ښځه په خپل موټر کې په ډزو ووژله.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.