کابل (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د ټولګټو وزارت وایي چې د سالنګونو لویه لار د واورې ورېدو او توپان له امله په موقتي ډول د ټولو مسافروړونکو او باروړونکو موټرو پر مخ تړل شوې ده.
د ټولګټو وزارت ویاند محمداشرف حقشناس پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې یاده لار د واورې ورېدو، توپان، د لید ساحې محدودیت او د ځاني تلفاتو او مالي زیانونو مخنیوي په موخه نن سهار شاوخوا پنځه بجې وتړل شوه.
نوموړي له ټولو مسافرو غوښتي چې تر بلې خبرتیا پورې دې له خپلو ځایونو د سالنګونو پر لور نه ځوځېږي.
د هغه په خبره، دا مهال د سالنګونو د ساتنې او مراقبت ریاست پرسونل د یادې لویې لارې دواړو غاړو ته د وسایطو د تخلیې په حال کې دي او چمتو دي چې د هوا په ښې کېدو او د توپان په کمېدو سره له واورو ډکې سیمې پاکې او دغه لار بېرته د ترافیکو پر مخ پرانیزي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP