Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ایکو سازمان لسمه ناسته نن په اسلام‌اباد کې پیلېږي

کابل (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د طبیعي پېښو د خطرونو کمېدو په تړاو د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) د وزیرانو لسمه ناسته نن (چهارشنبه) د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې پیلېږي.

د پاکستان رسنیو راپور ورکړی چې په دې دوه ورځنۍ غونډه کې به د ایکو د غړو هېوادونو لکه د پاکستان، ترکیې، اذربایجان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجیکستان، ترکمنستان، ایران، اوزبېکستان او افغانستان استازي ګډون ولري.

د راپور له مخې، دغه ناسته به نن او سبا په اسلام‌اباد ښار کې د پاکستان د طبیعي پېښو د ملي مدیریت ادارې ودانۍ کې ترسره شي.

سرچینې زیاته کړې چې دغه ناسته د طبیعي افتونو د خطرونو کمېدو او اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د زغم برخه کې د سیمه‌ییزو همکاریو د پیاوړتیا په موخه ترسره کېږي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې به د نوښت او ټکنالوجۍ پر کارونې، د هېوادونو ترمنځ د همغږۍ پر ښه‌والي، د خطرونو کمېدو چوکاټونو پر یو ډول کولو او د اقلیمي بدلونونو او له پولو ها خوا رامنځته‌کېدونکو پېښو پر وړاندې د ګډ چمتووالي پر لوړېدو ځانګړی تمرکز وشي.

په راپور کې ویل شوي چې دغه‌راز به د ټکنالوجۍ پر بنسټ د حل‌لارو پر کارونه، د معلوماتو پر تبادلې، د له وخت مخکې خبرداري پر سیسټمونو او له ابتکاري لارو چارو د سیمې د بدلېدونکو خطرونو پر وړاندې پر مقابلې ټینګار وشي.

دغه ناسته د طبیعي افتونو د خطرونو کمېدو برخه کې د لوړې کچې کاري ډلې په غونډې سره پیل شوې او په دویمه ورځ به د وزیرانو ناسته ترسره شي چې په‌کې به مهم سیمه‌ییز نوښتونه او د اسلام‌اباد د اعلامیې مسوده د تصویب لپاره وڅېړل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.