Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

یو چیني شرکت په کابل او تخار کې د ۴۰۰ میګاواټه برېښنا تولید برخه کې پانګونه کوي

کابل (پژواک، ۲ سلواغه ۱۴۰۴): د یوه چیني شرکت مشر د افغانستان برېښنا شرکت له رییس سره په لیدنه کې ویلي چې په کابل او تخار ولایتونو کې د ډبرو له سکرو د نږدې ۴۰۰ میګاواټه برېښنا تولید برخه کې پانګونه کوي.

د افغانستان برېښنا شرکت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه شرکت عمومي اجرائیوي رییس ملا عبدالحق همکار د چین هېواد کنسرسیوم افغان یوچانګ (AYCC) پانګه‌وال شرکت مسوول لوا زونګ چوون سره ناسته کې په افغانستان کې د ډبرو له سکرو د برېښنا تولید پر پروژو پانګونې په اړه خبرې وکړې.

همکار د یاد چیني شرکت مسوولینو ته ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې اوس‌مهال د برېښنا تولید برخه کې پانګونې ته ټول شرایط برابر شوي او پانګه‌وال په ډاډه زړه د برېښنا تولید او بنسټونو جوړولو برخو کې پانګونې کولای شي.

خبرپاڼه کې راغلي، چیني پانګه‌والو ویلي چې غواړي په پلازمېنه کابل کې د ۶۰ ميګاواټو په ظرفیت د ډبرو له سکرو د برېښنا تولید پروژه کې د پانګونې سربېره به تخار ولایت کې د ۳۲۰ ميګاواټه په ظرفیت د برېښنا تولید پر پروژې هم پانګونه وکړي.

یادو پانګه‌والو ویلي چې په پیل کې به په پلازمېنه کابل کې د ۶۰ ميګاواټه برېښنا تولید پر پروژې پانګونه وکړي او کار به پیل کړي.

د افغانستان برېښنا شرکت لیکلي چې د برېښنا کورني تولید سرچينو پراختیا پروژو برخه به تر بل هر وخت زیات پرمختګ وکړي، دا مهال هم پر ګڼو پروژو چټک کار روان دی چې بشپړېدو سره به یې تر ډېره برېده د برېښنا اړتیا پوره شي او په هېواد کې د صنعت او سوداګرۍ اړوند برخې ورسره وغوړېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.