Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د درملو وارداتو برخه کې له بنګله‌دېشي شرکتونو سره د افغان سوداګرو هوکړه

کابل (پژواک، ۲ سلواغه ۱۴۰۴): د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال په مشرۍ افغان سوداګرو د بنګله‌دېش د درملو له دوو سترو فابریکو د لیدنې پر مهال د مستقیمو قراردادونو پر لاسلیک او افغانستان ته د درملو واردولو پر موضوع هوکړه کړې ده.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت مرستیال‎ مولوي احمدالله زاهد او ورسره مل پلاوي د بنګله‌دېش هېواد په پلازمېنه ډاکه کې د درملو له دوو سترو او پېژندل شوو تولیدي فابریکو (BEXIMCO Pharmaceuticals Ltd) او (RENATA PLC) څخه لیدنه وکړه.

د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې دغه فابریکې د بنګله‌دېش د پرمختللو تولیدي شرکتونو له ډلې دي چې خپل درمل شاوخوا ۵۰ هېوادونو ته صادروي.

خبرپاڼه زیاتوي، په دې لیدنه کې مولوي احمدالله زاهد د بنګله‌دېش د درملو تولیدوونکو ته بلنه ورکړه، څو په افغانستان کې د درملو د تولید برخه کې پانګونه وکړي.

هغه ویلي چې په افغانستان کې بشپړ امنیت تأمین شوی، اسلامي امارت د صنعت او تولید ملاتړ کوي او د پانګونې لپاره هر ډول لازمې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

همدارنګه، د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رییس ډاکټر نعیم‌الله ایوبي د بنګله‌دېش د درملو صنعت‌ګرو ته د عامې روغتیا وزارت د نافذه قوانینو له مخې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت لیکلي، د دې لیدنې په ترڅ کې افغان سوداګرو د بنګله‌دېش د درملو له تولیدي فابریکو سره د مستقیمو قراردادونو پر لاسلیک او افغانستان ته له بنګله‌دېشه د درملو د واردولو پر موضوع هوکړه وکړه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.