کندهار (پژواک، ۲ سلواغه ۱۴۰۴): کندهار کې سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې د یوه کور د خونې چت لوېدو له امله شپږو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د کندهار له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي رییس عبدالسلام عمري د پنجشنبې په ورځ پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه تېره شپه د ډنډ ولسوالۍ په کرز سیمه کې شوې ده.
هغه زیاته کړه چې په دې پېښه کې شپږو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
عمري وویل چې د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې وروستي ورښت خلکو ته مالي زیانونه اړولي دي.
بلخوا، د سیمي اوسېدونکي وایي، په دغه کور کې شپږ مړه شوي ماشومان یتیمان وو او پلار یې څو میاشتې مخکې د یوې څاه کیندلو پر مهال ژوند له لاسه ورکړی و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP