کابل (پژواک، ۲ سلواغه ۱۴۰۴): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له ویسټاندیز سره د شلاوریزې لوبلړۍ درېیمه او وروستۍ لوبه نن ترسره کوي.
دغه شلاوریزه لوبلړۍ په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان په کوربهتوب ترسره کېږي.
د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې ملي لوبډله له ویسټانډیز سره د شلاوریزې لوبلړۍ درېیمه او وروستۍ لوبه نن ترسره کوي.
کرکټ بورډ زیاته کړې، دغه سیالۍ به د افغانستان پر وخت ماښام ۷ بجې د متحده عربي اماراتو د دوبۍ نړۍوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.
د یادونې ده، د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ویسټانډیز ته د دې لوبلړۍ په دوو لوبو کې ماتې ورکړې او په دغو سیالیو کې دوه پر صفر مخکېوالی لري او د یادو سیالیو جام یې هم په خپل نوم کړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP