Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ټرمپ ويلي، له ناټو سره د ګرینلنډ پر سر هوکړې ته رسېدلی

کابل (پژواک، ۲ سلواغه ۱۴۰۴): د امریکا ولسمشر د ګرینلنډ په اړه د دریځ له امله پر اتو اروپايي هېوادونو د تعرفو لګولو ګواښ بېرته اخیستی او ویلي یې دي چې د دغه ټاپو د راتلونکي په اړه له ناټو سره یوې ابتدایي هوکړې ته رسېدلی دی.

د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ څلور ورځې مخکې ویلي وو، تر هغه چې متحده ایالتونو ته د ګرینلنډ د اختیار اخیستو اجازه ورنه کړل شي، پر اتو اروپايي هېوادونو به لوړې تعرفې ولګوي.

هغه څرګنده کړې وه چې د روان کال د فبرورۍ له لومړۍ نېټې به د ډنمارک، ناروې، سویډن، فرانسې، جرمني، هالند، فنلنډ او برېتانیا پر وارداتي توکو لس سلنه اضافي تعرفه ولګوي.

په همدې حال کې، د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ټرمپ تازه وروسته له هغه چې د سویس په داووس کې یې د ناټو له سرمنشي مارک روټه سره ولیدل، وویل: «د دې هوکړې له مخې، هغه تعرفې چې ټاکل شوې وه د فبرورۍ له لومړۍ نېټې عملي شي، پلې به یې نه کړم.»

هغه د ګرینلنډ په اړه د ځینو هېوادونو د دریځ له امله د تعرفو لګولو ګواښ بېرته اخیستی او ټینګار یې کړی چې د دغه ټاپو د راتلونکي په اړه له ناټو سره د یوې عمومي موافقې پر طرحې هوکړې ته رسېدلی دی.

نوموړي د دې هوکړې په اړه جزئیات نه دي وړاندې کړي.

ډونالډ ټرمپ غواړي ګرینلنډ، چې د ډنمارک یوه خودمختاره سیمه ده، تر خپل واک لاندې راولي.

د امریکا ولسمشر څو ځلې ویلي چې ګرینلنډ د امریکا د ملي امنیت لپاره حیاتي ارزښت لري او ادعا یې کړې چې دغه ټاپو «له روسي او چیني بېړیو ډک دی.»

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.