Language

غزني کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې

غزني‌ښار (پژواک، ۲ سلواغه ۱۴۰۴ ): د غزني د بدني روزنې او ورزش امریت وايي چې په دغه ولایت کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال غور لیګ سیالۍ پیل شوې دي.

د بدني روزنې او ورزش امر بلال مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل، یادې سیالۍ د غوره لوبډلې پېژندلو، د ځوانانو ترمنځ د یووالي ټینګښت، له نشه‌يي توکو د لرې ساتلو او د والیبال ورزش د ودې او پراختیا په هدف پيل شوې چې یوه میاشت به دوام وکړي.

هغه زیاته کړه چې په دغه لیګ کې ۱۲ لوبډلې برخه لري چې د اتلولۍ لپاره به سیالي کوي.