Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د فقر تر سیوري لاندې ژمی؛ په کابل کې د بې‌سرپرستو ښځو حالت او د ژوند څرنګوالی یې

کابل (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د کابل ساړه ژمي د بې‌سرپرستو ښځو ژوند له جدي ننګونو سره مخ کړی؛ له دغو ښځو یو شمېر یې وايي، د ژمي په دې سړو شپو ورځو کې د خپلو ماشومانو ژوندي پاتې کېدو لپاره خونې له تر ټولو په لومړنیو امکاناتو تودوي او له حکومت او مرستندویو بنسټونو غواړي چې مرستې ورسره وکړي.

پژواک خبري اژانس په کابل ښار کې د یو شمېر بې‌سرپرستو او بېوزلو ښځو د ژوند د وضعیت په اړه یو راپور چمتو کړی؛ هغه ښځې چې د ژمي له یخنۍ سره د مقابلې لپاره اړې دي، د خپلو کورونو تودولو لپاره له تر ټولو لومړنیو امکاناتو کار واخلي، څو ماشومانو ته یې زیان ونه رسېږي.

سرفناز: د بادام پوستکي سوځوم، څو ماشومان مې یخ ونه وهي

۳۵ کلنه سرفناز چې د بامیان اصلي اوسېدونکې ده، له خپلو څلورو ماشومانو سره په کابل ښار کې په یوه خټین کور کې ژوند کوي او د خونو تودولو لپاره له لرګیو او د بادام له پوستکو استفاده کوي. هغه وایي، ۱۳ کاله وړاندې یې له یوه سړي سره واده وکړ، دوه ماشومان یې وزېږېدل، خو د مېړه د بېکارۍ او رواني ستونزو له امله یې ژوند سخت شو او بالاخره یې طلاق واخیست.

کابل ته له راتلو وروسته یې له بل سړي سره واده وکړ، د دغه واده ثمره یې یوه لور وه، خو دغه واده هم بریالی نه و؛ د هغې دویم مېړه پر نشه‌یي توکو روږدی و، ښځه او ماشومان یې وهل ټکول، د کور وسایل یې پلورل او په پیسو یې نشه‌یي توکي پېرل. بالاخره د مېړه اعتیاد او تاوتریخوالي طلاق ته لاره هواره کړه او اوس دا له تاوتریخوالي پرته، خو له ستونزو ډک ژوند تېروي.

سرفناز دا مهال د کابل ښار د دشت‌برچي په «سرخ‌اباد» سیمه کې له خپلو څلورو ماشومانو سره په یوه خټین کور کې ژوند کوي.

هغې چې له خپلو ماشومانو سره یو ځای یې بادام ماتول، وویل: «له دوکاندارانو بادام راوړم، ماتوم یې، پوستکي یې بخارۍ کې د سوځولو لپاره کاروم او مغز بېرته دوکاندار ته ورکوم؛ کله چې د بادام پوستکي نه وي، له ځمکو لرګي او نور توکي راټولوو، څو په بخارۍ کې وسوځوو.»

خو کله چې ترې د ماشومانو د نورو اړتیاوو لکه د خوړو او جامو په اړه پوښتنه وشوه، ویې ویل: «ځیني وخت ډوډۍ رارسېږي او ځیني وخت نه؛ ګاونډیان راسره مرسته کوي، ډېر وخت د مجبورۍ له امله خیراتونو ته ورځم، څو د خپلو ماشومانو لپاره یوه ګوله ډوډۍ راوړم.»

نوموړې له اسلامي امارت، خیرغوښتونکو او مرستندویو بنسټونو غواړي چې له دې، د دې له ماشومانو او ورته نورو کورنیو سره مرستې وکړي.

خو دا ستونزه یوازې د سرفناز نه ده؛ بلکې نورې ښځې هم شته چې پخپله د کور نفقه برابروي او له ګڼو ستونزو سره سره د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کوي.

ملکه: له سړکونو او د دوکانونو له مخې کارتنونه راټولوو او په بخارۍ کې یې سوځوو

ملکه چې د کابل ښار د دشت‌برچي د «قلعه‌نو» سیمې اوسېدونکې ده او اته کاله وړاندې یې مېړه په غزني ولایت کې نادرکه شوی او تر ننه یې کوم درک نشته، وایي: «هره ورځ زه او ماشومان مې د ښار له ګوټ ګوټ او د دوکانونو له مخې کاغذونه، کارتنونه او نور بې‌کاره توکي راټولوو او په بخارۍ کې یې سوځوو، څو ماشومان مې یخ ونه وهي.»

د پنځو ماشومانو دغه مور وایي، خپلو ماشومانو ته د نفقې پیدا کولو لپاره د خلکو په کورونو کې کار کوي، څو وکولای شي وچه ډوډۍ، لږ بوره او چای برابر کړي.

ملکه هم د مرستې غوښتنه کوي او وایي: «په دې ساړه فصل کې باید سوداګر، پانګه‌وال او زموږ حکومت راسره مرسته وکړي، کنه ماشومان به مو د یخنۍ له امله ناروغ شي.»

دیني عالمان: له کونډو او یتیمانو سره مرسته د حکومت او د ټولنې د هر وګړي مسوولیت دی

دیني عالم نورالله کوثر د کونډو، یتیمانو او بې‌سرپرستو کسانو د وضعیت په تړاو وایي چې له دغو قشرونو سره مرسته او همکاري بې له شکه یو انساني مسوولیت او یوه څرګنده اسلامي وجیبه ده.

هغه وایي: «د اسلام دین موږ مکلف کړي یو چې د بېوزلو، اړمنو، کونډو او یتیمانو لاسنیوی وکړو. له اړمنو سره همکاري او مرسته زموږ د دین له بنسټیزو دندو څخه ده چې په دیني نصوصو کې پرې څو ځلي ټینګار شوی دی.»

هغه زیاتوي: «په اسلامي شریعت کې موږ ته امر شوی چې له یتیمانو، کونډو او هغو کسانو ملاتړ وکړو چې د ژوند په تنګسیا کې دي… د همدې دیني اصولو له مخې، له یتیمانو، کونډو او بې‌بضاعته کسانو سره مرسته زموږ د ټولو وجیبه، رسالت او مسوولیت دی؛ دا یو دیني، اخلاقي او انساني مکلفیت دی او موږ یې له هر پلوه د ترسره کولو مسوول یو.»

همدارنګه بل دیني عالم مولوي محمدحسن حقیار وایي چې له کونډو او بې‌سرپرستو ښځو سره مرسته د هغوی د خپلوانو شرعي وجیبه او د حکومت شرعي مسوولیت دی.

هغه زیاتوي: «له اړمنو سره په مرسته کې د ښځې او سړي ترمنځ توپیر نشته؛ بلکې په ډېرو مواردو کې ښځه تر سړي ډېره مستحقه وي.»

مولوي حقیار ټینګار کوي چې هره اړمنه او بېوزله ښځه دا حق لري چې د هغې خپلوان او حکومت ورسره مرسته وکړي او په دې برخه کې نژاد، قوم، منصب او مقام هیڅ ارزښت نه لري؛ مهمه خبره انسانیت، د مسوولیت منل او د اسلام د لارښوونو عملي کول دي.

یو مسوول

د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویاند حافظ عبدالقدیم ابرار وایي چې دا ټولنه تل د بې‌سرپرستو ښځو او بې‌بضاعته کورنیو د ملاتړ په موخه، په ځانګړي ډول د کابل په مرکزي مرستون او نورو مرستونونو کې بېلابېل خدمات وړاندې کوي.

هغه زیاته کړه چې دغو بې‌سرپرستو او بې‌بضاعته ښځو ته درمل، خواړه او ان د کار زمینې او مسلکي زده‌کړې هم برابرې کړې دي او کوي یې.

د سرې میاشتې ویاند وویل چې د دغه بنسټ له لارې سلګونو اړمنو کسانو ته مرستې رسېږي او بې‌سرپرستو او بېوزلو کورنیو ته رسېدنه د دوی له مهمو لومړیتوبونو دي.

نوموړي زیاته کړه: «د سرې میاشتې له لارې سلګونو کسانو ته مرستې رسېږي او د دې ادارې له لومړیتوبونو څخه دا دي چې له بې‌سرپرستو کورنیو سره د تعلیم، سرپناه او نورو برخو کې مرستې وشي؛ شاوخوا له ۱۵ تر ۱۶ زره کورنۍ شته چې د باندني مستحقینو په نوم یادېږي او د سرې میاشتې له بودجې ورسره مرسته کېږي.»

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.