کابل (پژواک، ۳ سلواغه ۱۴۰۴): د افغانستان روغتیايي پلاوي له بنګلهدېشي چارواکو سره د درملو د تولید، تنظیم او سوداګرۍ په اړه خبرې کړې او له یاد هېواده یې غوښتي چې افغانستان ته د ښه کیفیت لرونکي درمل صادر کړي.
د عامې روغتیا وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی ريیس حافظ ډاکټر نعیمالله ایوبي بنګلهدېش هېواد ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د درملو د صنعت اتحادیې له عمومي منشي ډاکټر محمدذاکر حسین او مل پلاوي سره لیدلي دي.
خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې د دواړو لورو ترمنځ د درملو د تولید، تنظیم، سوداګرۍ او پانګونې اړوند موضوعات باندې بحث ترسره شوی او ټینګار يې کړی چې د درملو برخه کې دې سوداګري په قانوني، منظم او شفاف ډول ترسره شي او هم دې د درملیزو تولیدي اقلامو د ثبت او ارزونې بهیر له لازمو معیارونو سره سم ترسره او چټک شي.
سرچینه زیاتوي، همدارنګه د بنګلهدېش د درملو تولیدوونکي شرکتونو مسوولین وهڅول شول چې د افغانستان په داخل کې د درملو تولید برخه کې له افغان پانګهوالو سره په ګډه او یا په انفرادي ډول پانګونه وکړي او هم له بنګلهدېش څخه افغانستان ته د لوړ کیفیت لرونکو درملو پر صادراتو خبرې وشوې.
دغهراز، افغان پلاوي وړاندیز کړی چې په راتلونکي کې دې افغانستان ته د صادرېدونکو درملو پر قیمت لېبلونو باندې نرخونه په افغانیو ولیکل شي، ځکه دا چاره هم صادروونکو او هم د عامو افغانانو لپاره ګټوره ده او زیاته یې کړه، هغه درمل چې د استعمال نېټه یې کمه پاتې وي، باید افغانستان ته صادر نه شي.
یاد وزارت لیکلي، همداراز، افغان پلاوي د تجارانو ستونزو د حل په موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د بانکي اسانتیاوو برابرېدو وړاندیز وکړ او د بنګلهدېش د درملو د صنعت اتحادیې غړي یې وهڅول چې افغانستان ته سفر وکړي او په د درملو د تولید سکټور کې پانګونه وکړي.
خبرپاڼه کې راغلي، د بنګلهدېش د درملو د صنعت اتحادیې مسوولینو ژمنه کړې چې افغانستان ته به باکیفیته درمل په مناسب او ټیټ قیمت صادر کړي او همدارنګه، د کابل او ډاکې ترمنځ د کارګو پروازونو د پیل پر اړتیا هم ټینګار شوی څو د درملو او نورو توکو انتقال اسانه او چټک شي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت لیکلي، د ناستې په پای کې دواړو لورو د روغتیايي سکټور برخه کې د ګډو همکاریو پر پراختیا، د درملو کیفیت پر تضمین او د پانګونې د فرصتونو پر رامنځته کولو ټینګار کړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP