Language

سالنګ کې د واورې ښويېدنې له امله دوه کسان مړه او ۱۲ نور ټپيان شوي

کابل (پژواک، ۳ سلواغه ۱۴۰۴): د ټولګټو وزارت وایي، د سالنګ په دوشاخ سیمه کې پر یوه هوټل او څو هټیو د واورې ښوېيدنې له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۲ نور ټپيان شوي دي.

د یاد وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه پېښه تېره ورځ د سالنګ ولسوالۍ په دوشاخ سیمه کې شوې او یو هوټل او څو هټۍ تر واورې لاندې شوي دي.

سرچینې زیاته کړې: «له بده مرغه، په دې پېښه کې زموږ دوه هېوادوال شهیدان شوي چې له ډلې یې یو په لومړي سر کې نادرکه و خو جسد يې نن د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست د ژغورنې او لټون عملیاتي ټیمونو د هڅو په پایله کې له واورې را ایستل شوی دی او دوولس نور کسان ټپیان شوي دي.»

هغه له خلکو غوښتي چې د واورې ورېدو او نامساعدو شرایطو پر مهال پر سختو لارو له تګ راتګ ډډه وکړي او که د سفر ته اړتیا وي، نو له حرکت مخکې دې ډاډ ترلاسه کړي چې لاره د ترافیکو پر مخ خلاصه او خوندي ده.