Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

متقي د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې سره د تعامل او همغږۍ پر پیاوړتیا خبرې کړي

کابل (پژواک، ۴ سلواغه ۱۴۰۴): د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي له مرستیالې سره په لیدنه کې د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ د تعامل، همغږۍ او د دوحې پروسې د ناستو په تړاو خبرې کړې دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې مولوي امیرخان متقي د سولې او سیاسي چارو لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي مرستیالې، روزمېري ډي‌کارلو، او له مل پلاوي سره په کابل کې وکتل.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ د تعامل، همغږۍ او د دوحې پروسې د ناستو په تړاو هراړخیز بحثونه وکړل.

سرچینه زیاتوي، د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د سیاسي وضعیت، امنیت، د اقتصادي ثبات د هڅو او د راستانه شویو کډوالو د ښه مدیریت او هغوی سره د لازمو همکاریو په تړاو د اسلامي امارت د مثبتو ګامونو په اړه خبرې وکړې.

نوموړي ټینګار کړی چې نه یوازې د خصوصي سکتور د ملاتړ لپاره، بلکې د بشري مرستو د رسولو لپاره هم اړینه ده، چې د افغانستان پر بانکونو لګېدلي بانکي محدودیتونه لېرې او د افغانستان بانک کنګل شوې شتمنۍ آزادې شي، څو خصوصي سکتور وکولای شي د هېواد د اقتصادي ودې لپاره په عادي ډول فعالیت وکړي.

متقي په افغانستان کې د نشه‌یي توکو د کښت او قاچاق پر وړاندې د اسلامي امارت د جدي اقداماتو یادونه کړې او په ورته وخت کې یې اندېښنه ښودلې چې که په سیمه کې له افغانستان څخه بهر د مخدره موادو د کښت مخه ونه نیول شي، نو نه یوازې افغانستان، بلکې سیمه او نړۍ به هم د تېر په څېر یو ځل بیا ترې زیانمنه شي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، روزمېري ډي‌کارلو په افغانستان کې د مثبتو پرمختګونو ستاینه کړې  په ځانګړي ډول یې د راستنېدونکو میلیونو کډوالو ښه مدیریت او په بشري مرستو کې شفافیت ستایلی او د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې، د معتادینو د درملنې او په نورو برخو کې د اسلامي امارت مثبت اقدامات یې د پام وړ بللي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، نوموړې د دوحې پروسې تر چتر لاندې د دوو کاري ګروپونو (د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې او د خصوصي سکتور د ملاتړ) اړوند د خپلې همکارۍ یادونه وکړه او یادې ناستې یې د ټولو په ګټه وبللې.

بهرنیو چارو وزارت لیکلي، روزمېري همداراز هیله څرګنده کړې چې د یادې پروسې په نورو موضوعاتو کې هم د ګډ کار لپاره زمینه برابره شي.

د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي مرستیالې له هېواده بهر د ملګرو ملتونو د ځینو ادارو د بند پاتې بشري مرستو د رسولو په برخه کې هم د همکارۍ غوښتنه کړې او دا مرستې یې د افغان ولس لپاره اړینې بللې دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په پای کې دواړو لوریو د دا ډول ناستو د زیاتوالي او د اړیکو د لا پراختیا هیله څرګنده کړه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.