Language

په اندونیزیا کې د ځمکې ښوېدنه؛ اووه تنه مړه او لسګونه نور ورک دي

کابل (پژواک، ۴ سلواغه ۱۴۰۴):د راپورونو له مخې، د اندونیزیا د لوېدیځ جاوا ایالت په لوېدیځ باندونګ سیمه کې د ځمکې ښوېدنې له امله اووه تنه مړه شوي او لسګونه نور کسان ورک دي.

الجزیرې د ځايي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د ژغورنې ټیمونه د ژوندي پاتې شویو کسانو د موندنې هڅې کوي.

د اندونیزیا د طبیعي پېښو د کمولو ادارې ویاند، عبدالمحاري، ویلي: «د ورکو شویو کسانو شمېر ډېر دی؛ موږ به نن د لټون او ژغورنې هڅې لا زیاتې کړو.»

د راپور له مخې، دا ځمکه‌ښوېدنه نن (شنبه) د ځایي وخت شاوخوا د سهار په دوو بجو د باندونګ په پاسیرلانګو کلي کې رامنځته شوې ده.

په راپور کې د پولیسو له قوله ویل شوي، چې دغه ځمکه‌ښوېدنه د ناڅاپي سېلاب سره هم مل وه.

چارواکو زیاته کړې، چې د اندونیزیا وسله‌وال ځواکونه، د سیمې د بحران مدیریت اداره، رضاکاران او ځايي خلک ټول د لټون او ژغورنې په عملیاتو کې برخه اخلي.

 

Related Topics