شبرغان (پژواک، ۵ سلواغه ۱۴۰۴): د جوزجان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست وايي چې په سرپل ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ ۷۵ کلنه دښمني د ځایي مسوولینو، علماوو او قومي مشرانو په منځګړیتوب حل او فصل شوه.
د جوزجان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رییس مولوي غلامنبي صمیم پژواک خبري اژانس ته وویل: «د جوزجان – سرپل په حدبخشي کې د مرحوم وکیل عبدالجبارخان د ورثې او مرحوم حاجي اقامحمد د ورثې ترمنځ د ځمکې د ملکیت پر سر رامنځته شوې دا ۷۵ کلنه دښمني په سولهییز ډول حل او فصل شوې ده.»
هغه زیاته کړه چې دا شخړه د سرپل د سرحدونو، قومونو او قبایلو امریت مسوولینو، د شخړو د حل کمېسیون، دیني علماوو او قومي مشرانو په حضور کې وڅېړل او نهایي شوه.
مولوي صمیم وویل چې یاده دښمني د ځمکو د حدودو له تثبیت او د دواړو خواوو له بشپړ رضایت وروسته حل او فصل شوې ده.
په همدې حال کې، مخالفو دواړو لورو د سولې په غونډه کې حضور درلود او شوې پرېکړه په بشپړ رضایت ومنله او قانع شول.
یو شمېر دیني علماوو او قومي مشرانو د کورنیو ترمنځ د اختلافاتو او دښمنیو د حل برخه کې د دې ډول غونډو جوړولو اهمیت مهم وباله او ټینګار یې وکړ چې په ټول هېواد کې دې د دې ډول جرګو جوړولو هڅې زیاتې شي.
د جوزجان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د معلوماتو له مخې، په روان کال کې دا ۳۶مه قضیه ده چې په دغه ولایت کې حل کېږي، تېر کال ۱۱۰ دا ډول قضیې حل شوې وې.