Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې د واورې او باران ورېدو اټکل شوی

کابل (پژواک، ۵ سلواغه ۱۴۰۴): د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې د واورې او باران ورېدو اټکل کړی دی.

یادې ادارې ويلي چې سبا (دوشنبه، د سلواغی ۶مه) په نورستان، کونړ، بغلان، پروان، لوګر، پکتیا، پکتیکا، میدان‌وردګو، بامیان، غزني، زابل، اروزګان، دایکنډي، غور، کندهار، هلمند، نیمروز، فراه، هرات، بادغیس او فاریاب ولایتونو کې د واورې او باران ورېدو اټکل شوی دی.

د وړاندوینې له مخې، په یادو ولایتونو کې به د باران کچه له ۱۰ تر ۴۰ ملي‌متره او د واورې کچه له ۱۰ تر ۴۰ سانتي‌متره پورې وي.

د هواپېژندنې ریاست همدارنګه په مرکزي او سوېلي ولایتونو کې په ساعت کې د ۵۰ تر ۹۵ کیلومتره تېزو بادونو او په تودو سیمو کې د سېلابونو راتلو اټکل هم کړی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.