کابل (پژواک، ۵ سلواغه ۱۴۰۴): د راپورونو پر بنسټ، د امریکا د کډوالۍ او ګمرک ادارې (ICE) مامورینو د دغه هېواد د مینهسوټا ایالت په مینیاپولیس ښار کې یو بل کس په ډزو وژلی دی؛ دا پېښه چې د عیني شاهدانو د ویډیوګانو په خپرېدو یې د چارواکو رسمي روایت تر پوښتنې لاندې راوستلی، د پراخو اعتراضونو او د ځایي چارواکو د سختو غبرګونونو لامل شوې ده.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، چارواکو ویلي چې د امریکا د کډوالۍ او ګمرک ادارې مامورانو د شنبې په ورځ په مینیاپولیس کې یو امریکايي تبعه په ډزو وواژه. دا په روانه میاشت کې دویمه ورته پېښه ده چې د مینهسوټا ایالت د ځایي چارواکو له سختو اعتراضونو او غندنو سره مخ شوې ده.
د راپور له مخې، وژل شوی کس الکس پرټي نومېده چې ۳۷ کاله عمر یې درلود.
د امریکا د کورني امنیت وزارت دغه پېښه «برید» بللی او ویلي یې دي چې د سرحدي ګزمې یوه مامور وروسته له هغه ډزې وکړې چې یو سړی له کمري وسلې سره ورنږدې شو او د هغه د وسلې د اخیستو پر مهال یې سخت مقاومت وکړ، نو مامور د ځان د دفاع په موخه ډزې وکړې.
خو د راپور له مخې، د پېښې له صحنې د عیني شاهدانو هغه ویډیوګانې چې رویټرز یې تایید کړی، ښيي چې دغه سړي هڅه کوله له هغو نورو معترضانو سره مرسته وکړي چې مامورانو پر ځمکه غورځولي وو، د هغه په لاس کې ګرځنده ټیلېفون و، نه وسله.
په همدې حال کې، د بيبيسي د راپور له مخې، له مینیاپولیس څخه د امریکا د استازو جرګې غړې ایلهان عمر ویلي چې دې پېښې «په بشپړه توګه زړه ماتې کړې، وېرولې او متأثره» کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د مرغومي په ۱۸مه هم د امریکا د کډوالۍ او ګمرک ادارې یوه مامور په مینیاپولیس ښار کې یوه ښځه په ډزو وژلې وه.
هغه پېښه هم د مینهسوټا ایالت د ځایي چارواکو د سختو غبرګونونو او د خلکو د پراخو اعتراضونو لامل شوې وه.
د یادونې ده، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د هغه څه د یوې برخې په توګه چې نوموړي یې له جرم او جنایت سره مبارزه بولي، دغه ښار ته د کډوالۍ د قوانینو پلي کولو زرګونه مامورین استولي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP