کابل (پژواک، ۶ سلواغه ۱۴۰۴): له ۱۹ کلنو د کمعمره لوبډلو نړۍوال جام سیالیو په دویم پړاو کې افغانستان نن له سریلانکا سره لوبه ترسره کوي.
له ۱۹ کلنو د کمعمره لوبډلو پنځوساوریز نړۍوال جام سیالۍ د زمبابوې او نمیبیا په کوربهتوب روانې دي.
د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې افغان لوبډله به له ۱۹ کلنو د کمعمره لوبډلو نړۍوال جام په دویم پړاو سیالیو کې نن غرمه ۱۲ بجې له سریلانکا سره لوبه ترسره کوي.
د افغانستان او سریلانکا ترمنځ لوبه په نمیبیا کې ترسره کېږي.
دغهراز، په دغو سیالیو کې افغان لوبډله د سوېلي افریقا، ويسټانډیز او تانزانیا له لوبډلو سره په یوه ګروپ کې وه چې درې واړو لوبډلو ته یې ماتې ورکړه او بل پړاو ته یې لار پیدا کړه.