Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فلیپین کې د یوې بېړۍ ډوبېدو پېښه کې لږ تر لږه ۱۵ کسان مړه شوي

کابل (پژواک، ۶ سلواغه ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د فلیپین سوېلي باسیلان ولایت ته څېرمه د یوې بېړۍ ډوبېدو له امله لږ تر لږه ۱۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی، ۲۸ کسان نادرکه دي او څه باندې ۳۰۰ نور ژغورل شوي دي.

د الجزیرې د راپور له مخې، د فلیپین ساحلي ګارډ ویلي چې دغه بېړۍ نن (دوشنبه) په ځايي وخت د شپې ناوخته نږدې دوه بجې د باسیلان ولایت ته نږدې سمندر کې ډوبه شوې ده.

د راپور له مخې، د سوېلي میندانائو سیمې د ساحلي ګارډ قوماندان رومل دوآ ویلي چې تر دې مهاله لږ تر لږه ۳۱۶ کسان ژغورل شوي دي.

هغه زیاته کړې چې ۱۵ کسان مړه شوي او ۲۸ کسان لا هم نادرکه دي.

د نوموړي په خبره: «د ساحلي ګارډ یوه الوتکه هم د دغو عملیاتو د مرستې لپاره پر لاره ده، او سمندري او هوايي ځواکونو هم خپل تجهیزات سیمې ته استولي دي.»

همدارنګه، د روغتون د بېړنیو څانګو مسوولینو ویلي، هغه کسان چې ژغورل شوي او روغتیايي پاملرنې ته اړتیا لري، روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.