Language

له ایرانه هرات ته رااړول شوي ۲۱۵ ماشومان بېرته له خپلو کورنیو سره یوځای شول

هرات (پژواک، ۷ سلواغه ۱۴۰۴): د هرات د کار او ټولنیزو چارو ریاست وايي چې د تېرې یوې میاشتې په موده کې له ایرانه دغه ولایت ته رااړول شوي ۲۱۵ ماشومان خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

د هرات د کار او ټولنیزو چارو رییس حافظ ابومحمد منصور پژواک ته وویل چې دغه ماشومان د تېرې یوې میاشتي په موده کې له ایران څخه ردمرز شوي وو.

هغه زیاته کړه: «دغه ماشومان زموږ د تخنیکي ټیمونو له خوا ثبت او ارزول شوي، هغوی ته ابتدایي حمایوي خدمات برابر شوي، چې رواني مشورې، لومړنۍ طبي مرستې او د سرپناه او له کورنیو سره د بیا یوځای کېدو په موخه له اړوندو ادارو سره همغږي شامل دي.»

هغه دغه‌راز وویل چې د هرات د کار او ټولنیزو چارو ریاست ۴۳ ناروغ، یتیم، بېوزلي او زیان‌من ماشومان د وړیا درملنې په موخه خصوصي روغتیايي مرکزونو ته معرفي کړي دي.