کابل (پژواک، ۷ سلواغه ۱۴۰۴): د اسلامي امارت وياند ويلي چې د بنديانو خوشي کېدو په اړه له امريکايي لوري سره خبرې روانې دي، خو تر اوسه وروستۍ پايلې ته نه دي رسېدلې.
د راپورونو له مخې، د افغانستان د سولې لپاره د امريکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د روانې ميلادي مياشتې په پيل کې په يوه مرکه کې ويلي وو چې دوه امريکايي وګړي لا هم د اسلامي امارت په زندانونو کې بنديان دي.
سيبياېس ليکلي چې له يوه کال راهيسې د کولوراډو ايالت ۶۴ کلن امريکايي استاد، ډېنس کوایل په کابل کې د اسلامي امارت د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوی او بندي دی.
نيويارک ټايمز پرون د اسلامي امارت د وياند ذبيحالله مجاهد له قوله راپور ورکړی چې اسلامي امارت د دوو امريکايي بنديانو خوشي کېدو په بدل کې د ګوانټانامو زندان کې د وروستي افغان بندي محمدرحيم افغاني د خوشي کولو غوښتنه کړې ده.
محمدرحيم افغاني له ۲۰۰۸ کال راهيسې د ګوانټانامو په زندان کې ساتل کېږي او د راپورونو پر بنسټ، هغه د امريکا په بند کې وروستی افغان بندي دی. که څه هم د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر په وروستيو کې د هغه د خوشي کېدو راپورونه خپاره شوي وو، خو تر اوسه دا موضوع نه ده حل شوې.
مجاهد سيبياېس ته د کابل او واشنګټن ترمنځ د بنديانو د خوشي کېدو د خبرو په اړه ويلي: «خبرې رښتيا ترسره شوې او لا هم روانې دي؛ خو تر اوسه دواړه لوري وروستۍ پايلې ته نه دي رسېدلي.»
هغه زياته کړې، اسلامي امارت د هغو موضوعاتو په اړه چې له امريکا سره پرې بحث شوی، پر خپلې ژمنې ولاړ دي.
د اسلامي امارت وياند ټينګار کړی چې دغه خبرې بايد عملي پايلو او يوې وروستۍ پرېکړې ته ورسېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP