Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تېره میاشت څه باندې دوه زره بهرنیانو افغانستان ته تګ راتګ کړی

کابل (پژواک، ۷ سلواغه ۱۴۰۴): د افغانستان د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي چې د تېرې میاشتې په اوږدو کې یې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د څه باندې دوه زره بهرنیو وګړو تګ راتګ ثبت کړی دی.

د یادې ادارې خبرپاڼه کې راغلي چې د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د ۱۴۰۴ کال په مرغومي میاشت کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د ۲ زره او ۳۹۶ بهرنيو وګړو تګ راتګ ثبت کړی دی.

سرچینه زیاتوي، ثبت شوي ارقام ښیي چې په یاده موده کې د ۴۳ ښځینه‌وو په ګډون ۱۲۲۷ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۲۵ ښځینه‌وو په ګډون ۱۱۶۹ نور له هېواده وتلي دي.

خبرپاڼه کې راغلي، له بلې خوا ثبت شوو ارقامو ته په کتو،  ۱۲۱۸ کسان له ځمکنیو بندرونو  او ۹ نور د هوا له لارې هېواد ته راغلي، چې له دې ډلې ۱۱۸ تنه د هېواد د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې او پاتې نور د کار په موخه راغلي دي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې لیکلي چې تر ټولو ډېر ۸۲۸ بهرني وګړي د نیمروز له بندر او ورپسې ۳۰۳ تنه د هرات له بندرونو او هوايي ډګر او پاتې نور د فاریاب له اقینې بندر، حیرتان بندر او بلخ هوايي ډګر له لارې هېواد ته راغلي دي.

د يادونې ده، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د ژوند پېښو او بهرنیو وګړو د ثبت ریاست په هېواد کې د ژوند پېښو (زېږونونه، مړینې، ودونه او طلاق)، د هوايي ډګرونو او رسمي بندرونو له لارې د بهرنیو وګړو د تګ راتګ د ثبت او د هېواد د تابعیت اخیستلو او پرېښودو د اړوندو خدمتونو وړاندې کولو مسوولیتونه پر غاړه لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.