کابل (پژواک، ۷ سلواغه ۱۴۰۴): د پنجشېر ولايت مقام ويلي چې د دغه ولايت له کانونو استخراج شوي ۳ زره او ۸۳۵ قيراط زمرد د يوې رڼې داوطلبۍ له لارې د څه باندې ۹۰۰ زره امريکايي ډالرو په ارزښت وپلورل شول.
د پنجشېر ولايت مقام په خبرپاڼه کې راغلي چې د سالم مديريت او اغېزناکې رهبرۍ په پايله کې له نږدې څلورو کلونو راهيسې د زمردو کانونه په شفاف، قانوني او له هر ډول لاسوهنې پرته استخراجېږي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي چې د پنجشېر د زمردو شفاف، قانوني او معياري استخراج د حکومت تر مستقيمې څارنې لاندې ترسره کېږي چې دغه کار د طبيعي سرچينو د ساتنې او د عامه ګټو د تامين لامل شوی دی.
سرچینې زياته کړې چې د زمردو د منظم پلور د لړۍ په دوام، نن هم د پنځشېر ۳ زره او ۸۳۵ قيراط زمرد د کانونو د څار کمېټې په حضور کې، د يوې شفافې مزایدې له لارې کورنيو سوداګرو ته د څه باندې ۹۰۰ زره امريکايي ډالرو په ارزښت پلورل شوي دي.
سرچينې ليکلي چې د دغه شفاف بهير دوام د عوايدو په زياتوالي، د عامه باور په پياوړتيا او په کورنيو او بهرنيو بازارونو کې د يو باوري محصول په توګه د پنجشېر د زمردو په پېژندنه کې مهم رول لوبولی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP