کابل (پژواک، ۸ سلواغه ۱۴۰۴): د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د اندونیزیا په کوربهتوب د ۲۰۲۶ کال د اسیا ملتونو جام سیالیو په لړ کې نن له سعودي عربستان سره لوبه ترسره کوي.
د ۲۰۲۶ کال د فوټسال اسیا ملتونو جام سیالۍ پرون د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د اندونیزیا په کوربهتوب پیل شوې دي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویلي چې د فوټسال ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال د اسیا د ملتونو جام سیالیو په لړ کې نن له غرمې مخکې لسنیمې بجې له سعودي عربستان سره لوبه کوي.
دغهراز، د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال د اسیا ملتونو جام سیالیو کې د ایران، سعودي عربستان او مالیزیا له ملي لوبډلو سره په یوه ګروپ کې لوبېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP