Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پژواک له راپور وروسته؛ کندهار کې د مرخېړیو کښت ته د بزګرانو لېوالتیا ډېره شوې ده

کابل (پژواک، ۸ سلواغه ۱۴۰۴): د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي چې په دغه ولایت کې د کوکنارو بدیل کښت په توګه د مرخېړو فارمونو جوړېدو په اړه د پژواک راپور له خپرېدو وروسته لسګونه بزګرانو دغه ریاست ته ورغلي، څو په دې برخه کې روزنه ورکړل شي.

پژواک خبري اژانس د روان کال د لېندۍ په ۱۷مه اقلیمي بدلونونو ته په پام په کندهار کې د مرخېړیو کښت د ګټو په اړه راپور خپور کړ؛ په دغه راپور کې راغلي وو چې د مرخېړیو د کښت لګښت لږ او حاصلات یې ډېر دي او په دغه ولایت کې د کوکنار د کښت ښه بدیل کېدای شي.

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول محمدحنیف حقمل پژواک ته وویل چې د مرخېړیو کرنه که له اقتصادي پلوه ګټوره ده، خو تر اوسه په کندهار کې عامه شوې نه ده.

د هغه په خبره، د دې کرنې د نه پراختیا اصلي لامل د کروندګرو د پوهاوي کموالی او د عملي روزنې نشتوالی دی.

حقمل وویل، څه موده وړاندې د هالنډ کمېټې له لوري د کندهار یو شمېر کروندګرو ته د مرخېړیو د کرنې برخه کې روزنه، تخمونه او نور اړین وسایل ورکړل شول چې پایله یې د پام وړ وه او یادو کروندګرو وکولای شول په لږ لګښت سره مناسب حاصل ترلاسه کړي.

دی وایي: «وروسته له هغه چې د پژواک راپور خپور شو، لسګونو کروندګرو موږ ته مراجعه وکړه او غوښتنه یې وکړه چې دوی ته هم د پوڅکیو یا مرخېړیو د کرنې برخه کې روزنه ورکړل شي څو دا کرنه پراخه او کروندګرو ته د عاید یوه ښه سرچینه وګرځي.»

حقمل وایي، هڅه کوي چې د مرخېړیو د کرنې لپاره کروندګرو ته روزنیزو پروګرامونو جوړ کړي، څو لا ډېر کروندګر له دې کرنې سره بلد شي او په عملي ډول یې پیل کړي.

بل‌خوا، کروندګر هم د مرخېړیو کرنې ته د مخه کولو لپاره خپله لېوالتیا څرګندوي او وایي، دا کرنه کولای شي د دوی اقتصادي ستونزې راکمې کړي.

د کندهار د ژېړۍ ولسوالۍ یو کروندګر نظام‌الدین وایي چې پخوا یې یوازې د مرخېړیو نوم اورېدلی و خو د کرنې د طریقې او اقتصادي ګټو په اړه یې کره معلومات نه لرل.

ده وویل: «موږ مخکې اورېدلي وو چې پوڅکۍ ښه بازار لري خو نه پوهېدو چې څنګه کرل کېږي، څومره لګښت غواړي او حاصل یې په څومره وخت کې لاس ته راځي؛ ځکه مو دا کرنه نه وه پیل کړې، اوس مو نیت دی چې دا کرنه وکړو.»

یو بل کروندګر اسدالله هم وایي، د مرخېړیو کرنه د نورو دودیزو فصلونو په پرتله لږ وخت نیسي او حاصل یې ژر بازار ته وړاندې کېږي.

د کندهار کروندګرو ته د نشه‌يي توکو د کرکېلې له بندېدو وروسته، د کرنې ریاست په مشوره نوي کښتونه لکه انجه، زعفران، مرخېړي او د املوک او پستو باغونو جوړول د ګټورو بدیلونو په توګه معرفي شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.