Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د عدلیې وزارت: د اسلامي قوانینو مخالفت د شریعت مخالفت دی او قانوني تعقیب لري

کابل (پژواک، ۸ سلواغه ۱۴۰۴): د افغانستان د عدلیې وزارت اعلان کړی چې د اسلامي امارت ټول تقنیني اسناد له کتاب‌الله، د رسول‌الله (ص) له سنتو او له حنفي فقهې په استناد ترتیب او تدوین شوي، د اسلامي قوانینو مخالفت شرعاً جرم ګڼل کېږي او د دغو قوانینو مخالف کسان به د قانوني تعقیب لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي شي.

د عدلیې وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د اسلامي امارت د تقنیني اسنادو تدوین د افغانستان د ګڼ شمېر وتلو علماوو د پلاوو له خوا په هر وزارت او اړونده اداره، د عدلیې وزارت، سترې محکمې او د اسلامي امارت د مشرۍ دفتر کې د کتاب‌الله، د رسول الله (ص) سنت او د حنفي فقهې معتبرو کتابونو په کارولو سره ترسره کېږي.

سرچینه زیاتوي چې یاد تقنیني اسناد څو څو ځلې له شریعت سره د مطابقت له نظره کتل کېږي او وروسته د توشیح لپاره د اسلامي امارت مشرتابه ته وړاندې کېږي.

د عدلیې وزارت لیکلي چې د اسلامي امارت په تقنیني اسنادو کې هیڅ ماده، فقره، جز، بند او حکم نشته چې له شریعت سره په مطابقت کې نه وي یا شرعي سرچینه ونه لري، بلکه ټول یې بشپړ د شریعت مطابق دي او پر دې اعتراض د شریعت خلاف اعتراض ګڼل کېږي.

وزارت زیاته کړې، له همدې امله، دا ډول اعتراضونه شرعي او علمي اساس نه لري، بلکې د ناپوهۍ یا هم د تجاهل له مخې کېږي او شرعاً جرم ګڼل کېږي، او د دغو قوانینو مخالف کسان به د قانوني تعقیب لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.