Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د متقي او مردوف ویدیویي خبرې؛ د همکاریو پر پراختیا او د ګډو پروژو پر تطبیق ټینګار شوی

کابل (پژواک، ۸ سلواغه ۱۴۰۴): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې مولوي امیرخان متقي د ترکمنستان د لومړي وزیر له مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر رشید مردوف سره په ویدیویي اړیکه کې د دواړو هېوادونو د دوه‌اړخیزو اړیکو د پراختیا، سیمه‌ییزو همکاریو او ګډو اقتصادي پروژو د تطبیق په اړه خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت نن (چهارشنبه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دغه وزارت وزیر مولوي امیرخان متقي د ترکمنستان د لومړي وزیر له مرستیال او بهرنیو چارو له وزیر رشید مردوف سره ویدیویي خبرې ترسره کړې دي.

سرچینه زیاتوي، په دې ویدیویي اړیکه کې د دواړو هېوادونو د علاقې وړ ګډو موضوعاتو، د سیمه‌ییزو همکاریو د پراختیا او د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د راتلونکي میلادي کال د پلان شوو پروګرامونو په اړه د نظرونو تبادله کړې ده.

مولوي امیرخان متقي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو له پرمختګونو په مثبتې ارزونې سره ویلي چې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د معنادارو اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره، دا مهال د هرات په مسیر کې د ټاپي پروژې عملي چارې روانې دي او د رېل‌پټلۍ او ټاپ پروژې هم د تطبیق په درشل کې دي.

د هغه په خبره چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه‌اړخیزې اړیکې د پراختیا په حال کې دي.

د اعلامیې له مخې، د ترکمنستان د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف د دواړو هېوادونو تاریخي او دوستانه اړیکو ته په اشاره د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د بېلابېلو کچو همکاریو له پراخېدو خوښي څرګنده کړې او د ګډو اقتصادي پروژو د تطبیق، د دواړو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو د سفرونو او د راتلونکو پروګرامونو د ترسره کېدو پر همغږۍ یې ټینګار کړی دی.

په پای کې، د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د سیمه‌ییزو همکاریو او خبرو اترو پیاوړتیا، په ځانګړي ډول د افغانستان او مرکزي اسیا هېوادونو ترمنځ مهمه او ارزښتناکه بللې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.