Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هند لوېدیځ بنګال کې د نیپا ویروس پېژندنه؛ له ۱۱۰ ډېر کسان قرنطین شوي

هندي رسنیو راپور ورکړی چې د هند د لوېدیځ بنګال ایالت کې د نیپا ویروس د اخته کېدو پېښې ثبت شوې او ورپسې د دې هېواد روغتیايي چارواکو له هغو کسانو څخه چې له ناروغانو سره په تماس کې وو، له ۱۱۰ ډېر کسان د احتیاط له مخې قرنطین کړي دي.

د ټایمز اف انډیا ورځپاڼې نن (چهارشنبه، ۸ دلو) راپور ورکړی چې د روانې میلادي میاشتې په پیل کې په لوېدیځ بنګال کې پنځه روغتیايي کارکوونکي د نیپا ویروس له امله اخته شوي، چې د یو تن وضعیت یې نازک بلل شوی دی. شاوخوا ۱۱۰ کسان چې له دغو ناروغانو سره یې تماس درلود، قرنطین شوي دي.

په راپور کې ویل شوي: «چارواکو ویلي چې د څارنې او وقایوي تدابیرو کچه لوړه شوې او وضعیت په دوامداره ډول تر څار لاندې دی، څو د ویروس د لا خپرېدو مخه ونیول شي.»

نیپا ویروس څه دی او نښې یې کومې دي؟

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د معلوماتو له مخې، نیپا ویروس (Nipah Virus) یو نادر خو خطرناک ویروس دی چې کولای شي په انسانانو او حیواناتو کې شدیده ناروغي رامنځته کړي. دا ویروس لومړی ځل په مالیزیا او سنګاپور کې وپېژندل شو او وروسته په هند او بنګله‌دېش کې هم د دې پېښې ثبت شوې دي.

دا ویروس د اخته حیواناتو لکه مېوه‌خوړونکو خفاشانو یا خوګانو سره د مستقیم تماس، د ناروغ کس د بدن له مایعاتو او ترشحاتو سره د تماس، او د ویروس ککړو مېوو یا اوبو د استعمال له لارې لېږدول کېږي.

د سرچینې په وینا، نښې یې عموماً له ویروس سره د تماس ۴ تر ۱۴ ورځو وروسته څرګندېږي.

ناڅاپي تبه، سخت سر درد، کمزوري او عمومي ستړیا، ټوخی او ستونی درد، سر ګرځېدل او ګډوډي، او په شدیدو مواردو کې د مغزو التهاب (انسفالیت)، تشنج او تنفسي ستونزې د دې ناروغۍ له نښو څخه دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې تر اوسه د دې ویروس لپاره ځانګړی واکسین یا درملنه نه شته، نو تمرکز پر مخنیوي او د ککړو سرچینو پر کنټرول دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.